د پاخه عمر لرونکو ښځو د ساتنې او پالنې کور

Your browser doesn’t support HTML5

د هند د راجستان ایالت په جملودي سیمه کې د "اپنا ګهر دیویتا" په نامه کور د یو شمېر  هغو پاخه عمر لرونکو ښځو لپاره د ساتنې او پالنې په مرکز بدل شوی، چې د خپلو کورنیو له خوا پرېښودل شوې یا له ناامنه چاپېریال څخه ژغورل شوې دي.

په دې مرکز کې دغه ښځې په ګډه ژوند کوي، ورځني کارونه ترسره کوي او یو بل ته د ملګرتیا او کورنۍ احساس ورکوي.