سارا هیرمن: پښتو ژبه او د افغانستان کلتور مې ډېر خوښ دی

Your browser doesn’t support HTML5

سارا هیرمن چې د فرانسې اوسېدونکې ده او په پښتو ژبه خبرې کوي د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو زده کړې ډېرې اړینې دي او د پښتو ژبې او کلتور د ودې لپاره نجونې باید زده کړې وکړي. مېرمن هیرمن وايي، د افغانستان خلکو او کلتور سره ډېره مینه لري او افغاني خواړه یې ډېر خوښ دي.