په سنځاوۍ کې د پښتو لېکدود د زده کړې لپاره هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان په پښتون میشته سیمه "سنځاوۍ"  کې یو شمېر ملتپاله ځوانانو د "هنر ادبي کور" په نوم یو روزنیز مرکز پرانیستی دی. په دغه مرکز کې د لیک او لوست مينه وال کولای شي چې په وړيا توګه د پښتو ادبیاتو او لېکدود ترڅنګ یو شمېر نورو هنرونو هم زده کړي.

په دغه ویډیو کې چې د امریکا غږ خبریال سالمین را لیږلې، ددغه مرکز فعالیت انځور شوی دی.