د هند د بنګال یوه اوسیدونکې پښتو زده کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د هند د بنګال د سیمې اوسیدونکې، دیدپتا کونر په نوې دهلي کې د جواهرلال نهرو پوهنتون په پښتو پوهنځي کې د پښتو ادبیاتو محصله ده. دیدپتا وایي چې بنګالي ژبه او پښتو سره ورته دي او د بنګالي ژبې مشهور لیکونکي، روبندرنات ټاګور کابلي والا کیسې پښتو زده کولو ته هڅولې ده. شلپي بترا پرې لنډه ویډيو چمتو کړې.