هند کې افغان خیاط وايي کندهارۍ غاړې ډير خوښوونکي لري

Your browser doesn’t support HTML5

رمان محمدي له تیرو شپږو کلونو راهیسې د هند په پلازمینه نوې دهلي کې اوسیږي. وایي خیاط دی او دوه نور ورونه یې هم ورسره په دوکان کې کار کوي. رمان وایي چې کندهارۍ غاړې او د وطنیو جامو نور مواد له افغانستان څخه راغواړي او هند کې یې نه یوازې افغانان بلکې کشمیریان او د ګڼو ایالتونو اوسیدونکي مشتریان دي.