په ګډه د روژه ماتې چمتو کول

Your browser doesn’t support HTML5

پدغه ویډیو کې د هند په جیپور ښار کې د روژې ماتې د برابرولو لپاره د یوې مسلمانې کورنۍ هلې ځلې وګورئ. د دغه کورنۍ نارینه او ښځې وايي،‌ چې په ګډه د روژه ماتې له چمتو کولو څخه یې موخه دا ده،‌ چې ماشومانو او ځوانانو ته د کور په کارونو کې د مرستې کولو د مسؤلیت احساس ور زده کړي.

پدغه ویډیو کې چې شیلپي بترا را لیږلې، ددغه مسلمانې کورنۍ د روژه ماتې لپاره د تیارۍ بهیر انځور شوې دی.