پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دویمه کالیزه

په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل د دوهمې کالیزې په مناسبت د لویدیځې نړۍ یو شمیر مشران اوکراین ته رسیدلي چې ددې هیواد سره خپل پیوستون څرګند کړي. د اوکراین ولسمشر د کاناډا د صدراعظم او د لویدیځو هیوادونو د یو شمیر نورو مشرانو سره یوځای په میخائیلیفسکا میدان کې په یادګاري څلي د ګلانو ګیډۍ کښیښودله

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، په اوکراین کې دننه او د ختیځې اروپا په ۱۱ هېوادونو کې یې له نږدې ۶.۵ میلیونه اوکراینیانو سره مرسته کړې ده

په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې په خپل تازه راپور کې تایید کړې چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې، ۱۰۵۸۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۸۷۵ تنه نور ټپیان شوي دي

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوه کلنې جګړې په ترڅ کې تر ۱۴ میلیونو زیات اوکراینیان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او شاوخوا ۶.۵ میلیونه نور اوکرایني وګړي په بهر کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ایفل برج (ټاور) د اوکراین د بیرغ په رنګونو روښانه شو

پر اوکراین د روسیې د پوځې یرغل د دویم کال د پوره کېدو په مناسبت، ګڼ شمېر کسانو په برلین کې د جرمني پارلمان مخې ته لاریون وکړ او د شمعو په لګولو سره یې په اوکراین کې د جګړې له قربانیانو او د هغوي د کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه

پر اوکراین د روسیې د یرغل د دوهمې کالیزې په مناسبت د اوکراین د لفیف ښار اوسېدونکو د هغو اوکرایني پوځیانو د یاد لپاره شمعې ولګولې چې د روسیې د پوځي یرغل پر مهال د خپل هېواد د دفاع په لاره کې وژل شوي

د ډیموکرات ګوند او د امریکا په سنا مجلس کې د اکثریت مشر، چک شومر، د یو شمیر اوکرایني چارواکو سره په کیف کې د روسیې د جګړې د قربانیانو په یاد غونډې کې ګډون وکړ

د ډنمارک صدراعظم مټ فریدریکسن پر اوکراین د روسیې د یرغل د دويمې کالیزې په مناسبت د جګړې د قربانیانو په یاد غونډه کې ګډون وکړ

د اوکراین په پلازمېنې کیف کې د وژل شویو اتلانو د یادښت دیوال