پاکستان: د ډیورنډ په اړه خیالي ادعاوې نړیوال قوانین نشي بدلولی – نن او وضعیت
Your browser doesn’t support HTML5
شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ دپاره د پاسپورت او ویزې له غوښتنې سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې "مونږ په ټول عمر کې د ډیورنډ کرښه نه په رسميت پیژندلې او نه یې پيژنو."
بلخوا پاکستان ویلي چې د ډیورنډ په اړه خیالي ادعاوي نړیوال قوانین نشي بدلولی. د نن او وضعیت په نننۍ خپرونه کې د پروګرام له میلمه، محقق او لیکوال شهنواز سنګروال سره پر همدې موضوع خبرې کوو.