په دواړو لاسونو معیوب د کرکټ تیز بالر

Your browser doesn’t support HTML5

محمود افریدي د ماشومتوب راهيسې په دواړو لاسونو معیوب دی. خو نوموړی د معیوبیت سره سره د کرکټ یو تیز بالر دی او هره ورځ د کرکټ له عادي لوبغاړو سره څلور ساعته تمرین کوي.

محمود د خپلې جذبې او لوړ مورال له امله نړیوالو سیالیو ته لاره پیدا کړې او راتلونکو څو ورځو کې به د پاکستان په استازیتوب په سریلانکا کې د کرکټ په سیالیو کې برخه واخلي.