د زده کړو د لګښت برابرولو لپاره انځورګري

Your browser doesn’t support HTML5

وانګچوک د هند د هماچل پردیش ایالت په درمشالې پوهنتون کې د ښکلو هنرونو په برخه کې لوړې زده کړې کوي او په خپل فارغ وخت کې د خپلو لګښتونو د برابرولو لپاره د سیلانیانو انځورونه هم کاږي. وانګچوک په هر انځور یواځې ۳۰۰ هندي کلدارې اخلي او هیله مند دی چې یوه ورځ به د هنرونو خپله یوه سټوډیو ولري.