د ایوتایا په ښار د کاغذي کبانو پلورنځی

Your browser doesn’t support HTML5

د ټایلنډ په ایوتایا ښار کې ۵۷ کلن سوټودای د کاغذ څخه د راز راز توکو په تیره بیا د 'کاغذي کبانو' په جوړولو کې ځانګړی مهارت لري. نوموړی له یوې نیمې لسیزې راهیسې د ایوتایا ښار کې یو کوچنې پلورنځی لري، چیرې چې هره ورځ په لاس جوړ شوې د ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې کاغذي کبان پر سیلانیانو پلوري.