د کډوالو ایستلو په غبرګون کې پاکستان ته د طالبانو د رئیس الوزرا خبرداری - دېرش دقیقې

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغانو کډوالو سره د پاکستاني امنیتي منسوبینو د ناسم چلند په اړه خپرو شویو رپوټونو ته په غبرکون کې پاکستان ته خبرداری ورکړی دی. د دېرش دقیقو په دغه خپرونه کې ددغه خبرداري او د کډوالو د وضعیت په اړه د بحث سربېره، په غزې تړانګه کې وضعیت هم ارزول کېږي.