د هرات د زلزلې ځپلیو سیمو تازه تصویرونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي چې د زلزلې له کبله په هرات کې په ماشومانو کې رواني ناروغۍ پیدا شوي دي.

.یو افغان ماشوم د خپل ورور  په قبر، چې په زلزلې کې مړ شوی، ویر کوي.

په هرات کې  د شنبې د ورځې له مرګونې زلزلې وروسته د چهارشنبې په ورځ بیا زلزله شوې ده.

به هرات کې د زلزلې له کبله په کنډواله شویو کورونو کې د ژوند نښې.
 

د ملګرو ملتونو وجهي صندوق د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي د اټکل له مخې نژدې ۱۷۰۰ کورنۍ چې د خلکو شمېر یې ۱۲۰۰۰ ته رسېږي، زیانمن شوي

زیانمن شوي او ځپل شوي خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د هرات د چاهک په سیمه کې په زلزلې کې  د یو ویجاړ شوي کور په کنډوالو کې د ځپل شوې کورنۍ تصویر لیدل کېږي

ملګري ملتونه وايي چې د هرات د زنده جان په ۱۱ کلیو کې کورونه په بشپړ دول ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیم کوونکې ادارې [اوچا] د زلزلې ځپلیو سره د عاجلو مرستو لپاره پنځه میلیون ډالر بودیجه ځانګړې کړې.

خلک هڅه کوي چې له کنډوالو څخه د خپل کورو سامانونه راوباسي.

د نژدې ۱۳۰۰ کسانو ډله ایزه جنازه. دوی په زلزلې کې مړه شوي

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د هرات په پنځو ولسوالیو کې ۱۲۰۰۰ کسان اغیزمن شوي دي.

د ورانو شویو کورونو سامانونه.

د خوړو نړیوال سازمان د هرات زلزلې د یو بحران د پاسه بل بحران یاد کړی دی.

په زلزلې کې یو زیانمن شوی افغان.