د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سیالیو کوربه هند د یکشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۶) په خپلې لومړۍ لوبې کې استرالیا ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د هند د چینايي په ښار کې وشوه. د استرالیا لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته ۲۰۰ منډو هدف وټاکه.
د استرالیا په لوبډلې کې ډېرې منډې سټیفن سمیت ۴۶ او ډیویډ وارنر ۴۱ وکړې او په هندي توپ اچوونکو کې بیا رویندرا جدیجه د استرالیا درې لوبغاړي وسوځول.
هند د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره یو ډېر خراب پیل وکړ او د کپتان روهیت شرما په ګډون یې د سر درې لوبغاړي اېشن او شریاس په صفر وسوځېدل. خو د هند دوو نورو مجربو لوبغاړو ویرات کوهلي او کې ال راهول خپله لوبډله تر بري ورسوله.
ویرات کوهلي په ۸۵ منډو وسوځېده خو راهول ۹۷ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده. د دغې لوبې غوره لوبغاړی هم کې ال راهول شو.
هند د نړیوال جام د سیالیو کوربه دی چې ټولې لس لوبډلې په کې لوبېږي. سبا دوشنبه د نیوزلنډ او هالنډ ترمنځ لوبه ده.
تېره ورځ دوې لوبې وشوې چې بنګله دېش په کې افغانستان او جنوبي افریقا سري لانکا ته ماتې ورکړې.
د افغانستان بله لوبه د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې له هند سره ده.