په زلزلو کې د افغانستان د ځپل شویو سیمو حال د تصویر په ژبه
په افغانستان کې د زلزلو له کبله زرګونه کسان بې کوره شوي
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې یوه ویجاړه شوې ودانۍ
طالب مقامات وايي چې په زلزلې کې ۱۳۲۰ کورونه ویجاړ شوي
ډېر زیانونه د زنده جان په ولسوالۍ کې اووښتي
له سختو زلزلو وروسته د سیمې یو شمېر خلکو د زیانمنو شویو مرستو ته ودانګل
راپورونه وايي چې تر دې دمه لازمې مرستې ځپل شویو سیمو ته رسېدلي نه دي.
د سیمې خلک په بیل او ګولنګ باندې له خاورو څخه خلک راوباسي
ویجاړه شوې سیمه
په بهر کې د افغانستان استازولیو له نړیوالو څخه د مرستو غوښتنې کړې دي
د سور صلیب نړیوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غږ کړی دی
طالب مقامات وايي چې تر ۲۰۰۰ ورپورته کسان مړه شوي او شاید تلفات زیات وي
د افغانستان د کرکټ مشهور ستوري محمد نبي له ځپل شویو سره د مرستو ټولولو کمپاین پیل کړی. راشد خان هم ویلي دي چې کمپاین به پیلوي.
له زلزلو وروسته خلک سړکونو ته راووتل
د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کې یو شمېر مړي خاورو ته وسپارل شول
د زنده جان د کشکک کلی له زلزلې وروسته
زلزلې ځپلې سیمه
د زنده جان د سیا اب کلی