د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن، د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر پنځمه) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال، د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال د غځولو د پلان ننګه وکړه او ویې ویل، که څه هم د نوموړي په اند، دا ډول خنډونه ډیر ګټور نه وو، خو هغه په دې برخه کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړې ته ژمن دی.
سپینې ماڼۍ ته له راتګ وروسته د ولسمشر بایډن یوه لومړۍ پریکړه دا وه چې "د امریکایی مالیه ورکونکو پیسې به پر پوله د دیوال جوړولو لپاره نه کارول کیږي" او دې پلان ته به ټول ځانګړې شوې مالي او بشري سرچینې وڅیړل شي.
خو اوسمهال د ولسمشر بایډن اداره استدلال کوي، چې له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره کومه بودیجه چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال ځانګړې شوې وه، باید مصرف شي.
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړول د خپل کمپاین له مهمو ژمنو څخه بللي وو.
ولسمشر بایډن په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دوی باید هغه بودیجه چې د هغه څه لپاره [ له مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړولو لپاره] ځانګړې شوې ده، وکاروي. زه نشم کولی د هغه مخه ونیسم."
هغه وویل چې، دغه بودیجه په ۲۰۱۹م کال کې د ټرمپ په مشرۍ د متحده ایالاتو کانګرس لخوا پر پوله دیوال لپاره ځانګړې شوې وې، خو امریکايي قانون جوړونکو له هغه وخته راهیسې د دغه بودیجې د تخصیص لپاره د هغه غوښتنه رد کړې ده.
د دیوال نوې برخه به د متحدو ایالتونو او مکسیکو پولې ترمنځ د "ریو ګرانډ ویلی سکتور" کې جوړه شي، چیرې چې په روان مالي کال کې له ۲۴۵زره څخه ډیر غیرقانوني کډوالو امریکا ته ننوتلو هڅه کړې ده.
بلخوا د امریکا د کورني امنیت وزیر، الخاندرو مایورکاس ویلی، چې اداره یې د پولې دیوال په اړه کومه نوې تګلاره نلري.
په ورته وخت کې د مکسیکو ولسمشر هم دغه اقدام یو "شاتګ" بللی دی.
متحده ایالاتو ته د ناقانونه کډوالو په شمیر کې زیاتوالی، نه یوازې په سویلي ایالتونو، بلکې په شمالي ایالتونو کې هم ډیر فشار راوړی دی.
په دې وروستیو کې د ټګزاس ایالت د "ایګل پاس" ښار ته په څو ورځو کې د زرګونو کډوالو له رسیدو وروسته د دغه ښار، ښاروال بیړنی حالت اعلان کړ.
همدشان متحدو ایالتونو ته غیرقانوني کډوالي د بایډن ادارې لپاره یو لوی سیاسي سرخوږی ګرځیدلی، مخالف جمهوري غوښتونکي ګوند نوموړي په کمزوري سرحدي پالیسیو تورن کړی دی.
د پولې او د غیرقانوني کډوالي مسلې هان د اوکراین لپاره د امریکا د مرستې په اړه ناڅرګندتیا زیاته کړې، تر دې چې ځینې جمهوري غوښتونکو د بودیجې تصویب کولو څخه انکار کړی او ویليوو، تر هغه چې بایډن د مهاجرینو په اړه لاس په کار نشي، بودیجه به تصویب نکړي.
په ورته وخت کې د پرمختګ غوښتونکي قانون جوړونکي الکساندریا اوکاسیو کورټیز په ګډون ځینې ډيموکراتانو پر پوله د دیوال د غځولو پر پریکړې نیوکه کړې ده.