د اوونۍ غوره عکسونه
په ایرلند کې د اسونو د ځغلولو سیالي
طالب چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله د جمعې په ورځ (سپټمبر ۱۵مه) د پاکستان سرحدي چارواکو له خوا له ۹ ورځو وروسته د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه
د "ام ټي وي" ویډیویي موسیقۍ د غوره جایزې په پروګرام کې د امریکا وتلې سندرغاړې ټیلور سویفت د "قهرمان ضد" سندرې لپاره غوره جایزه ترلاسه کړه
په برازیل کې قبایلي میرمنو په هغه درې ورځني لاریون کې برخه واخیستله چې په دغه هیواد کې ددغو مېرمنو د ونډې د پیاوړي کولو لپاره جوړه شوې وه
څلویښت کلن امریکايي ګرځندوی مارک ډیکي چې له یوې اوونۍ راهیسې د ترکیې په مورکا سیمه کې په غار کې بند پاتې وو، د ژغورنې او طبي ډلې لخوا وژغورل شو
د امریکا په نیوجرسي ایالت کې د "ام ټي وي" ویډیویي موسیقۍ د غوره جایزې د پروګرام پرمهال د کولمبیايي وتلې سندرغاړې شکیرا لخوا په ژوندۍ بڼه د سندرو ویلو یوه صحنه
د ناروې په اوبو کې یو ډول سمندري کب؛ دا ډول کب د "مون جیلي فیش" په نوم پيژندل کیږي
د سپټمبر پر اتمه نېټه د ریښتر په کچه ۶.۸ درجې یوې زلزلې مراکش ولړزاوه. ددغه ویجاړونکې زلزله په پایله کې شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ووژل شول او تر ۵۵۰۰ ډېر نور کسان ټپیان شول
د ټینس ۱۹ کلنې امریکایي لوبغاړې کوکو ګوف د ښځو ټینس په ازادو سیالیو کې خپلې بیلاروسۍ سیالې ته ماتې ورکړه او ددې سیالی اتلولي یې وګټله
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د کښتو سیالۍ