له اروپا څخه په زور د ایستل شوي افغان ځوان کيسه

Your browser doesn’t support HTML5

په پېښور کې مېشت افغان کډوال ناصر وایي اروپا ته د تللو پر لار په ترکیې کې نیول شوی او ادعا کوي چې ورسره ناسم چلند شوی دی. ناصر وایي د انساني قاچاقبرانو د چل او فریب له امله د ترکیې پر پوله د کډوالو په یو کمپ کې د دوو میاشتو بند په موده کې له فزیکي تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوی دی.

په زندان کې د شکنجې له امله د هغه د لاسونو ګوتې هم ماتې شوې دي.
دا چې هغه ددې غیرقانوني سفر په ترڅ کې له کومو ستونزو سره مخ شوی، د امریکا غږ د خبريال شاهین افریدي په دې راپور کې یې ووینئ.