په انځورونو کې

د سعودي عربستان مقاماتو ویلي چې سږکال د حاجیانو شمیر په بیسارې توګه زیات دی او د نړۍ له ۱۶۰ هیوادونو څخه شاوخوا دوه نیم میلیون حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.
 

 

په مکه کې افغان حاجیان؛ د طالبانو حکومت ویلي چې سږکال ۳۰ افغانان د حج د فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته للي دي.

 

د استونیا د تالین بندر دپاسه مرغه
 

د اسپانیا د مادرید ښار کې د پرادولونکو د جهیل پر سر د کلاسیکې موسقۍ کنسرت

 

د لوی اختر په درشل کې په اسلامي هیوادونو کې د قربانۍ په مقصد د څاریو د خرڅلاو بازار تود دی

 

په کندهار ښار کې د درزي دکان؛ په افغانستان کې د اختر په رارسیدو د خیاطانو کار و بار زیات شوی

 

د غزې ښار په ساحل کې د لمر لویدلو ننداره

 

سینګاپوري ورزشکار نایجل تن، د تکواندو په مقدماتي لوبو کې په مجازي توګه د خپل سیال الکساندر تانګ سره سیالي وکړه
 

د چین په پلازمینه بیجینګ کې د خرڅلاو د یو مرکز بهر د یو هنري اثر ننداره


 

په پیښور ښار کې د ښوونځي ماشومان
 

په هند کې په ډول ډول رنګونو د فیلانو سینګارول دود دي


 

د تایلند په پاتای ښار کې د ۲۰۲۳ کال د همجنسبازانو د ښکلا د ملکې مراسم. پدې سیالۍ کې د هالند اوسیدونکې ۲۷ کلنه سولانژ دکر ددې کتګورۍ د ۲۰۲۳ کال د ښکلا ملکه شوه.
 

د منګولیا په ګوبي صحرا کې یو معبد ته نژدې د انرژۍ د مرکز په نامه څلی