د نجونو په زده کړو د طالبانو بندیز

په افغانستان کې د تعلیمي کال په پیل کې طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو مخه ونیوله او امر یې وکړ چې په منځنیوښوونځیو او لیسو ته نشي تللای..

لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم له حق څخه د انکار له ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.

په منځنیو ښوونځیو او عالي لیسو کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز په افغانستان کې دننه او بهر پراخ لاریونونه راوپارول.

طالبانو په افغانستان کې نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکړې ده

نړیوالې ټولنې په پراخه کچه د طالبانو لخوا د افغان نجونو د تعلیم پر حق لګول شوي محدودیتونه غندلي دي

 تېر کال د سپټمبر په میاشت کې په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو درسي ټولګي د طالبانو په امر یا په بشپړه توګه جلا شول او یا هم په ټولګیو کې د نارینه او ښځینه محصلینو تر منځ پرده ولګول شوه.

نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی چې له زده کړو د افغان ښځو او نجونو بې برخې کېدل به د هېواد اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتې کړي.

طالبانو د ډسمبر په ۲۱ مه په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د ورتګ مخه ونیوله او ویې ویل چې تر بلې خبرتیا پورې  د ښځو تحصیل وځنډول شو.

د افغان نجونو د زده کړې پر حق بندیز هم په افغانستان کې دننه او بهر له پراخ غبرګون سره مخ شو.

طالبانو د "اسلامي حجاب نه مراعات کول" د ښځو او نجونو پر تعلیم د بندیز لګولو لپاره د عذر په توګه کارولی دی.

افغانستان یواځینی اسلامي هیواد دی چې نجونې پکې د زده کړو له حق څخه محرومې دي.

د سپینې ماڼۍ پر وړاندې په امریکا کې د مېشتو افغانانو د اعتراضونو یوه څنډه؛ لاريون کوونکو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديز وغانده

په کابل کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړې له حق څخه د دفاع په موخه ښځو مظاهره وکړه