متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ جولای لومړی ( چنګاښ ۱۰) له اوکراین سره د امریکا د ۸۲۰ میلیون ډالرې مرستې جزیات اعلان کړل چې پکې له ځمکې څخه هوا ته د مزایلو سیستم او د توپخانې ضد رادار هم شامل دي.
له اوکراین سره د امریکا د مرستو وروستۍ بسته داسې طرحه شوې چې له کیف سره مرسته کوي څو د روسیې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته ځواب ووایي.
د امریکا دغه نظامي مرسته وروسته له هغه وشوه چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي له غربي هیوادونو وغوښتل چې هیواد ته یې پرمختللې وسلې ورکړي تر څو په اغیزمن شکل د روسیې د تسلیحاتو په وړاندې ځواب ووایي.
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون د جمعې په ورځ وویل چې جمهور رئیس بایډن تر اوسه پورې د ۷.۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت اوکراین ته امنیتي تسلیجات ورکړي دي چې پکې اوه میلیارده ډالره پر اوکراین د روسیې د نظامي برید وروسته ورکړل شوي دي. وسلې له اوکراین سره
جو بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکا او متحدین به یې تر هغه وخته چې لازمه وي له اوکراین څخه ملاتړ وکړي او پرې به نږدي چې یاد هیواد د روسیې په وړاندې ماته وخوري.
جمهور رئیس بایډن د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې د ناټو د مشرانو د غونډې په پای کې خبري کولې وویل:" تر هغه وخته چې اړتیا وي موږ به د اوکراین تر څنګ ودریږو او ټول متحدین به د اوکراین تر څنګ ودریږي څو ډاډ ترلاسه شي چې هغوی "اوکراینیان" د روسیې په وړاندې مات نشي."
د امریکا جمهور رئیس زیاته کړه،"اوکراین روسیې ته سخته ضربه ورکړې ده." بایډن زیاته کړه نه پوهیږي چې د اوکراین جګړه به څه ډول پای ته ورسیږي خو زیاته یې کړه چې دا جګړه به" د روسیې له خوا د اوکراین په ماتې سره پای ته ونه رسیږي."
امریکایي چارواکو ویلي دي چې د امریکا د نظامي مرستو په څوارلسمه بسته کې د NASAMS په نامه د هوایي دفاع سیستم شامل دی چې له اوکرایني ځواکونو سره مرسته کوي څو د کروز توغندیو او جنګي الوتکو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.
د امریکا یو جګپوړي چارواکي ویلي دي چې د هوایي دفاع دا سیستم د ناټو د دفاعي سیستم په معیارونو برابر دی او د نظامي مرستو دا بسټه د اوکراین د هوایي دفاعي سیستم د نوې کیدو د هڅو یوه برخه ده څو په هغه هیواد کې د پخواني شوروي اتحاد د وخت د هوایي دفاعي سیستم ځای ونیسي.
د امریکا د نظامي مرستو بسته همدارنګه د ۱۵۵ ملي متري توپ ۱۵۰ زره مرمۍ او د نورو راکټونو مرمۍ شاملي دي چې امریکا یې سیستمونه په جون میاشت کې اوکراین ته ورکړي وو.
د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پيل څخه غربي هیوادونو په خاص ډول متحدو ایالتونو نه یوازې پر مسکو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي بلکې له اوکراین څخه یې مالي او تسلیحاتي ملاتړ هم کړی دی.