ټاکل شوېده د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د آسیا د ملتونو جام سیالیو ته د تګ لپاره د چهار شنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولې ۱۸) خپله لومړۍ مقدماتي لوبه د هانګ کانګ د فوټبال له ملي لوبډلي سره وکړي.
افغان لوبډلې د سه شنبې په ورځ د هند په کلکټه ښار کې خپل وروستی تمرین وکړ او ټاکل شوېده د چهار شنبې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په څلورو بجو د آسیا د ملتونو جام ته د لارې موندلو په مقدماتي لوبو کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال د ملي لوبډلې روزونکي انوش دستګر په یو خبري کنفرانس کې وویل دا ټیم چمتو دی چې د خپلې ډلې په سر کې راشي. خو نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په کتو او د یو معتبر لیګ د نشتون له امله، نشو کولی له افغانستان څخه لوبغاړي شامل کړي.
د ښاغلي دستګیر په وینا، ملي ټیم له متحدو ایالتونو، آسترالیا او اروپا څخه د افغان لوبغاړو په ګډون سره ترتیب شوی دی.
افغانستان له دې وړاندې له هند او کمبودیا سره سیالۍ کړي دي خو هانګ کانګ نوی رقیب دی، او تمه کیږي چې افغان لوبغاړي به د چهار شنبې په لوبه کې سخت رقابت په مخ کې ولري.
د افغانستان د ملي لوبډلي روزونکي زیاته کړه چې د هند له ملي لوبډلي سره د آسیا د جنوب په تیرو دوو سیالیو کې بخت یاري وکړه خو دا ځل د افغانستان ټیم چمتو دی چې خپل غچ واخلي.
د افغانستان د فوټبال یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې په هغه هیواد کې د جمهوري نظام له سقوط او د یو لړ تحولاتو له رامنځ ته کیدو وروسته د فوټبال فدراسیون ندی توانیدلی په یو شکل ټیم ژوندی وساتي.
افغانستان په ډي ډله کې له هانګ کانګ، هند او کمبودیا سره مخ دی او د آسیا د ملتونو جام سیالیو ته د تګ لپاره باید د خپلې ډلې په سر کې ووسي.