په امریکا کې په دوو وسله والو بریدونو کې پنځه تنه ووژل شول

سیمه ایزې رسنۍ وایي لا د دغو بریدونو په تړاو څوک نیول شوي‌نه دي

د امریکا په دوو ایالتونو تینیسي او پنسلوانیا کې چارواکي وايي چې په دوو وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې نن یکشنبه جون پنځمه (غبرګولي ۱۵) د تینیسي ایالت د چتانوګای په ښار کې یو«نایټ کلب» ته نژدې په وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي او څلور ژوبل دي.

امنیتي مقاماتو ویلي دي چې دوه تنه نور له وسله وال برید څخه د تېښتې په مهال په ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي. د چتانوګا د پولیسو مشر سلست مورفي وویل چې د ځینو زخمیانو وضعیت ښه نه دی.

تر دغې پېښې مخکې د پنسلوانیا ایالت په مرکز فلادیلفیا کې پولیس چارواکي وايي چې یو شمېر کسانو په خلکو ډزې کړې لږ تر لږه درې تنه یې وژلي او۱۱ نور یې ژوبل کړي دي.

پېښه د ښارله ګڼې ګوڼې په یوې ډکې کوڅې کې شوې چې د شپې په کې د خلکو تګ راتګ زیات وي.

د پولیسو یو مفتش ډي. اف پاس خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو کې دوه نارینه او یوه ښځه شامل دي. هغه وویل چې کومو پولیسو په بریدګرو ځوابي ډزې کړې «لیدلي دي چې یو شمېر کسانو د خلکو په ګڼې ګوڼې ډزې» کولې. هغه ویلي دي‌ چې دا ډزې په داسې وخت کې شوې چې په سیمه کې سلګونه کسان موجود وو.

د فرانسې خبري اژانس د مقاماتو له خولې ویلي دي چې یو بریدګر د پولیسو له ډزو وروسته وسله غورځولې او تښتېدلی دی.

سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې لا په دې تړاو څوک نیول شوي نه دي او پولیس وايي چې امنیتي‌ کامرې به ګوري او هڅه به کوي‌ معلومه کړي بریدګر څوک وو. ښاغلي پاس ویلي دي چې په سیمه کې یې دوې وسلې هم موندلې دي.

امریکا کې د بریدونو زیاتوالی

په دې وروستیو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي. تر دغو دوو بریدونو څو ورځې مخکې د ویسکانسن په ایالت کې په یو وسله وال برید کې یو شمېر کسان ژوبل شول او په یو بل وسله وال برید کې په اوکلاهاما کې څلور تنه ووژل شول.

همدغه راز د تکساز او نیویارک په ایالتونو کې هم په وسله والو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

له دغو بریدونو څخه وروسته د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ماښام جون دویمه (غبرګولي ۱۲) په سپینې ماڼۍ کې په خپلو خبرو کې له ګانګرس څخه وغوښتل چې تهاجمي وسلې بندې کړې، د [وسله اخیستونکو] د سابقې په اړه دې پلټنې زیاتې او د ډله ایزې وژنې د ستونزو حل لپاره دې د وسلو د کنترول په اړه ټول معقول اقدامات ترسره کړي.

هغه وویل: « د خدای په خاطر، نور د څومره قتل عامل منلو ته تیار شو» چې د وسلو لرلو په قانون کې تغیرات راشي.

ولسمشر بایډن وویل چې د ناروغیو او ترافیکي پېښو په پرتله په وسله والو بریدونو کې ډېر امریکایان او په خاص ډول ماشومان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه که نور اقدامات ممکن نه وي، د وسلو اخیستونکو سن دې ۲۱ کاله وټاکل شي چې ۱۸ کلن ځوانان ونشي کولای وسلې واخلي.

د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مۍ تر ۱۴ پورې په متحدو ایالتونو کې ۲۱۲ وسله وال بریدونه ثبت شوي دي.

د دغه ارشیف معلومات ښيي چې په دغې مودې کې «۱۸۰۰۰ کسان د وسلو اړوندو خشونتونو کې» وژل شوي چې ځانوژنې او غیر عمدي پېښې هم په کې شاملې دي.

د وسلو د دغه قانون منتقدین وايي چې همدغه کار د دا ډول بریدونو لپاره زمینه سازي کوي او په خبره یې باید د وسلو اخیستلو شرایط سخت کړل شي.

هغه قانون جوړوونکي چې په امریکا کې د وسلو د خرڅلاو مخالف دي، د وسلو د کمپاین کوونکو او تولیدوونکو فابریکو له سخت مخالفت سره مخامخ دي، دوی وايي چې د امریکا اساسي قانون امریکايایانو ته دا حق ورکړی چې وسلې ولري.