یو کس د امریکا سترې محکمې بهر ځانته اور ورته کړ

یو کس د جمعې په ورځ ناوخته اپریل ۲۲ (غوایي دریمه) په واشنګټن ډي سي ښار کې ددغه هیواد د سترې محکمې مخ ته ځانته اور ورته کړ.

د امریکا د سترې محکمې ویاندې پتریشیا مک کیب د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه کس په سمیه ایز وخت ۰۶:۳۰ دقیقې ددغه هیواد د سترې محکمې له محوطې بیرون ځانته اور ورته کړ.

د فرانسې خبري آژانس د میرمن مک کیب په حواله راپور ورکړی چې دې پيښې عامه خوندیتوب له خطر سره ندی مخ کړی او "هیڅوک نور ټپي شوي ندي."

تر اوسه ددغه کس د هویت، روغتیا او د ځان سوځونې د علت په اړه جزیات ندي خپاره شوي.

د امریکا د کانګرس پولیسو پر یوه ټویټ لیکلي چې له دې پيښې لږ وروسته، طبي چورلکه د عاجلو صحي خدماتو د وړاندې کیدو په هدف سیمه کې کیناسته.

میرمن مک کیب وویل چورلکې دغه کس چې ځانته یې اور ورته کړی و، یو سیمه ایز روغتون ته انتقال کړی دی خو د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه یې ډیرجزیات خپاره کړي ندي.