سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر دونالډ ټرمپ امنیتي او محرمو معلوماتو ته د سي آی اې د مخکني مشر د لاسرسي امتیاز لغوه کړی دی.
ښاغلي ټرمپ د سي آی اې پر مخکني مشر جان برنان دا تور هم لګولی دی چې هغه له دغه لوړ امتیاز څخه په ګټې اخیستلو سره د ټرمپ په ادارې کې د "بي اتفاقۍ او ګډوډيو د پیدا کولو" لپاره محرم امنیتي معلومات راټولول.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د سپیني ماڼۍ ویاندې سارا سندرز په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه ولوستله.
د دغې امنیتي او اطلاعاتي جواز په لغوه کولو سره به ښاغلی برنان نور نو مهمو معلوماتو ته لاسرسی ونلري. نوموړی په دې وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ پر ځینو تګلارو کلکې نیوکې کړې وې.
ښاغلی برنان د روسیې له ولسمشر ویلادي میرپوتین سره د ولسشمر ټرمپ له ملاقات یو خاینانه عمل بللی دی.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د یو شمېر نورو مخکنیو حکومتي چارواکو د امنیتي او اطلاعاتي جوازونو په لغوه کولو یې هم کار پیل کړی دی.
په امریکا کې حکومت یو شمېر لوړ پوړیو مهمو چارواکو ته د حکومتي او نورو محرمو امنیتي معلوماتو او اسنادو ته د لاسرسي جواز ورکوي. دوی د ضرورت پر وخت هر ډول محرمو اسنادو ته لاسرسی لرلی شي.