حسنيه:زوی می د درې لکه افغانيو په بدل کې له ميړه را خلاص کړ

  • نوشابه آشنا

حسنیه وايي هيڅکله یي فکر نه کاوه چې يو خاوند تردی حده خپلې ښځې ته دوکه ورکولائ شي.

د ښځو د حقونو مدافع او د ځوانانو په پارلمام کې د هلمند ولايت استازې حسنيه احساس چې دا مهال په هلمند کې د ښځو سره د مرستې په خاطر د يوې ټولنې مشري هم کوي وايي، دوه نيم کاله مخکې يی د اردو يو افسر سره د کورنۍ په رضا په خپلې خوښې واده وکړ.

حسنيي امريکا غږ سره په خبرو کې وويل، پنځه مياشتې کيږي له ميړه جلا ژوند کوي ، هغه د خاوند څخه د بيليدو علت پر هغه بی باوري وښوده او ویي ويل:

"هره اړيکه پر باور ولاړه وي، زما لپاره د ژوند منطق باوردی،پر خاوند مې باور ختم شو او په ژوند کې مې ماته احساس کړه".

حسنیه وايی هيڅکله یي فکر نه کاوه چې يو خاوند تردی حده خپلې ښځې ته دوکه ورکولائ شي.

هغه وايي د مدني ټولنې د یوې فعالې په توگه کله چې به يی له نورو ښځو څخه د هغوئ د ژوند د ناخوالو کيسې اوريدی نوډیره به خفه کيدله خو اوس چې يی دا درد په خپل ځان تجربه کړ پوه شوه چې څومره په رواني لحاظ انسان کمزورې کيږي.

ميرمن احساس امريکا غږ ته وويل تر ټولو بده لحظه يی دا وه چې خبره شوه ميړه يي د هغې٩ مياشتنې زوۍ دنوموړې د خور له غيږې تښتولې چې بيايي د درې لکه کلدارو په بدل کې بيرته له خپل خاوند څخه را خلاص کړ.

امريکا غږ سره د حسنيه احساس مرکه دلته اوريدلائ شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا غږ سره د حسنيه احساس مرکه