ليوال:ډيورند فرضي کرښې ته نږدي د پاکستان هر اقدام بی بنياده دی

  • نوشابه آشنا

پاکستاني پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان سره د ډیورند پر کرښه ‌یې د امنیت د ښه کېدو په هدف د دېوال جوړول پیل کړي.

خو افغان چارواکي وايي د نړيوالو اصولو له مخې او د افغان حکومت له مشورې پرته پاکستان د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې د هيڅ ډول تأسیساتو د جوړولو حق نه ‎لري.

د قبايلو او سرحدونو چارو وزير عبدالغفور ليوال امريکا غږ سره په مرکه کې د کرښې دواړو غاړو ولسونو د رايو پرته د ډيورند فرضي کرښې ته نږدي هر تحرک او اقدام بی بنياده وباله.

ښاغلي ليوال دا هم وويل چې که د سيمې خلک راوپاريږي نو عواقب به يې ټولې سيمې ته ښه نه وي.

پدی هکله عبدالغفور ليوال سره بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

عبدالغفور ليوال سره مرکه