کور ته د امریکایي زندانیانو راستنیدل

په ایران کې امریکایي بندیان د سویس په نهه سوه ډوله فالکن الوتکه کې انتقال شول.

د باستن ګلوب ورځپاڼې د متیو تریویتیک او د هغه د مور هغه عکس خپور کړې چې د ترکیې څخه د پرواز نه وروسته یې د باستن ښار په لوګن هوایي ډګر کي سره ولیدل.

متیو د ایران په اوین زندان کې د یوې میاشتې نه زیاته موده بندي و، خو تر اوسه یې د بندي کیدو علت نه دی څرګند شوی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د یکشنبې په ورځ وویل چې متیو او بل امریکايي، نصرت الله خسروي رودسري، بی دلیله په ایران کې ساتل شوي وو.

د واشنګتن پوست ورځپاڼې خبریال جیسن رضاییان، د امریکا د خاصو ځواکونو پخوانی افسر امیر میرزایي حکمتي او مسیحي کشیش، سعید عابداني په خوندي توګه جرمني ته رسیدلې دی.

ددې امریکاییانو په بدل کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما هم هغه اووه تنه ایرانیان وبخښل چې یا مخکې بندیان وو او یا یې هم پر ایران باندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو څخه سرغړونه کړې وه.

له بلې خوا د ایران او امریکا ولسمشرانو د اتومي معاملې په پلي کیدلو خوښي ښودلې ده او ولسمشر اوباما ویلي چې ایران د دغه تړون په بدل کې د خپل اتومي پروګرام د شاوخوا ۲۵۰۰۰ سنترفیوژونو دوه په درېیمه برخه ویجاړه کړې ده.

د اټمي انرژۍ نړیوال سازمان هم د تیرې شنبې په ورځ ویلي وو چې ایران پخپلو ټولو هغو مسوولیتونو عمل کړی چې له نړۍ سره یې د خپل لانجمن اټمي پروګرام د درولو پر سر کړي دي.

ښاغلي اوباما پر ایرانیانو غږ کړی چې د اټمي پروګرام پر سر د رامنځته شوي تفاهم نه ګټه واخلي او نور هم له نړۍ سره همکاري وکړي.