داعش په سوریې کې تر ۱۰۰ ډیر کسان وژلي

داعش د دیرالزور په ښار په برید کې تر ۴۰۰ ډیر کسان برمته کړي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې د سوریې په ختیځ کې داعش تر ۱۰۰ ډیر کسان وژلي او لږترلږه يې۴۰۰ کسه برمته کړي دي.

داعش دغه کسان د دیرالزور په ښار باندې په برید کې نیولي دي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو موسسې ویلي دي چې په برمته شوو کسانو کې د حکومت د طرفدارو قواوو ښځې، ماشومان او د کورنۍ غړي شامل دي.

داعش دغه کسان داعش هغه مهال برمته کړل چې د البغیلیه کلی یې ونیوه.

د بشري حقونو فعالانو ویلي دي چې په برید کې داعش لږترلږه ۱۳۵ کسان وژلي دي، چې زیاتره یې د سوریې عسکر وو.

خو د سوریې دولتي خبرې آژانس سنا ویلي دي چې په دیرالزور باندې د داعش په برید کې لږترلږه ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغه رپوټونه کومې خپلواکې منبع نه دې تائید کړی.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې مخکې هم په عراق او سوریې کې عام قتلونه کړي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې کله داعش د سوریې د رقې په ښار کې د طبقې هوايي اډه ونیوله نو د ۲۰۰ عسکرو سرونه یې پرې کړل.

همداراز، په ۲۰۱۴ کال کې، داعش په دیرالزور کې د الشعیطات د قبیلې په سلګونو کسان ووژل.