داوودزی: سیاسي اختلافاتو امنیتي ځواکونه کمزوه کړي

محمد عمر داوودری د پخواني جمهور رئیس کرزي نژدې سیاسي ملگری شمېرل کیږي

د افغانستان د کورنیو چارو یو پخوانی وزیر، محمد عمرداووزی وایي چې په اوسني حکومت کې د څوکیو ویشل، د امنیتي ځواکونو فعالیت اغیزمن کړی او ددې لامل شوی چې د طالبانو پروړاندې جگړه کمزورې شي.

د کندز له جگړې وروسته، اوس د هلمند جگړې د ملي وحدت د حکومت مشرانو ته امنیتي ننگونه پیښه کړې ده. داسې رپوټونه ورکړل شوي چې گواکې ځیني افغان سرتیري له څو میاشتو جگړو، د نامنظمې رهبرۍ، او د پولیسو او پوځ ترمنځ د ناهماهنگۍ له امله خپلې دندې پرې ایښي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي رویترز آ‏ژانس ته په تازه مرکې کې ویلي چې د ملي پوځ او ملي پولیسو د چارواکو پر تعیینولو سیاسي اختلافاتو، د هغو امنیتي ځواکونو په منځ کې گډوډۍ رامنځته کړي چې د هلمند په شان نارامو سیمو کې د طالبانو پرضد جنگیږي.

ښاغلي داوودزي زیاته کړې چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ، د امنیتي څوکیو نیم په نیمه ویشل، یوه ستره تیروتنه وه او دې کار د طالبانو پرضد جگړه کمزورې کړې ده.

د افغانستان د حراست او ثبات په نامه د تازه جوړې شوې شورا غړی عمرداوودزی زیاتوي چې د ځواکونو قوماندانان اوس مجبور دي دوو سیاسي مشرانو ته ځواب ووایي او دا حالت باید د امنیتي سیستم د غیرسیاسي کیدو په وسیله، ژر ترژره له منځه ولاړ شي.

ښاغلی داوودزی چې یو مهال په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر هم پاته شوی، د سولې په خبرو کې د جمهور رئیس غني لخوا د پاکستان پر شاملولو هم نیوکه کوي او وایي چې: «لس کاله موږ د اسلام آباد له طریقه مخ ته ولاړو، خو کار یې ورنه کړ. پاکستان به هیڅکله له خپلې سرمایې، چې اکثره یې طالبان دي، تیر نشي.»

داوودزی په بدل کې وړاندیز کوي چې یوه وړه افغانه ډله چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي، کولای شي تماسونه پیل کړي چې نتیجه یې د افغانانو په مشرۍ، د سولې مستقیم مذاکرات وي.

د هلمند جگړه

سنگین لا هم د جگړې په اور کې سوځي. په سیمه کې له طالبانو سره ښکیلو حکومتي ځواکونو ته وسلې او مهمات لیږل کیږي. او ملکي خلک له هغې سیمې څخه په راوتو دي. د سنگین ولسوالۍ یو اوسیدونکی محمد ظریف چې له سیمې راوتلی، وایي چې د سنگین بازار د طالبانو په ولکه کې دی او هغو په ډیرو برخو کې ماینونه ښخ کړي دي.

د هلمند په نورو سیمو کې هم امنیتي اوضاع ښه نه ښکاري. په نادعلي ولسوالۍ کې افغان ځواکونه وایي چې طالبانو د سیمې پر خلکو اوبه بندې کړي دي. د ملي پوځ یو سرتیری عبدالصمد رویترز خبري آ‏ژانس ته ویلي چې طالبان په نادعلي کې هم بریدونه کوي، خو د حکومتي سرتیرو روحیه یې نه ده ماته کړې.

د افغان پوځ دغه سرتیری زیاتوي چې طالبان د حکومتي ځواکونو د جگړې تاب نه لري، خو ملکي وگړي ځوروي او آن د سیمې د خلکو پر کروندو یې اوبه بندې کړي دي.

احمد فؤاد لامع