اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمیټې د الکترونیکي تذکرو په ادارې کې له قانون ماتولو او فساد نه پرده پورته کړه.
د دې کمیټې اجرایيه رئیس ډاکټر راشد بهروز د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د دې ادارې د کسانو په ګمارولو او قراردادونو کې فساد شوی دی او دغه فساد او قانون ماتول د حکومت د مشرتابه په کچه د چارواکو، وزیرانو، معینانو او د پارلمان غړیو له خوا نه شوي دي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمیټه وايي چې ددې ادارې اویا سلنه کسان په غیرقانوني ډول ګمارل شوي دي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیټې چارواکي ټینګار کوي چې د هغو چارواکو نومونه یې جمهوري ریاست ته لیږلي دي چې په دغې ادارې کې په فساد کې لاس لري.
د دغه کمیټې چارواکي هیله من دي چې جمهوري ریاست به په دې اړه اقدام وکړي.
قانون پوه احمد سیر مهجور د اداري فساد په وړاندې د ملي یووالي حکومت هلې ځلې وستایلې خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې له اشخاصو څخه سیستم مهم دی. ښاغلی مهجور د اشنا تلویزون سره په مرکه کې وویل چې کله چې سیستم موجود وي نو کارکونکي د هغه ادارې د معیارونو مطابق کارکوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمیټه وايي چې جمهور رئیس د سیاسي شخړو له امله د الکترونیکي تذکرو د ادارې کار درولی دی.