اوباما د عراق سره د بشري مرستو ژمنه وکړه

ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي سره په سپینې ماڼۍ کې ولیدل

د امریکا ولسمشر باراک اوباما عراق ته د ۲۰۵ میلیون ډالرو بشري مرستې د ورکولو ژمنه وکړه. خو هغه دا و نه ویل چې عراق ته به نورې وسلې او پوځي مرستې ورکړي او که نه.

ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي سره په سپینې ماڼۍ کې وکتل.

اوباما وویل چې د اتو میاشتو مخکې په پرتله، یانې د هغه وخت نه چې ښاغلي عبادي د عراق صدراعظم شوی دی، اوس عراقي ځواکونه ښه مجهز دي او ښه روزل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې عراقي قواوو د امریکا د هوايي قواوو په ملاتړ د هغو سیمو څلورمه برخه نیولې ده چې تیر کال د اسلامي دولت ډلې یا داعش لاندې کړې وي.

په سپینې ماڼۍ کې د ملاقات نه وروسته، د ولسمشراوباما نه عراق ته د نورو وسلو د ورکولو په اړه پوښتنه وشوه. ولسمشر اوباما یوازې دا وویل چې د امریکا او عراق د پوځ همآهنګي ښه شوې ده او دغه هغه څه دي چې دا اطمیناني کوي چې عراقي ځواکونه د اسلامي دولت په ضد جګړې کې بریالي دي.

د عراق جګړه

ولسمشر اوباما دا هم وویل چې د عراق د صدراعظم سره یې په عراق کې د داعش خلاف په جګړې کې د ایران د نقش په اړه خبرې وکړي.

هغه وویل چې امریکا تمه لري چې عراق او ایران، د ګاونډیو ملکونو په شان، قوې اړیکې ولري، خو اوباما وویل چې د عراق دننه د هرډول پوځي عملیاتو مشري باید چې عراق وکړي.

ولسمشر اوباما وویل: «هر ډول بهرنۍ مرستې چې د اسلامي دولت د ډلې د ماتولو سره مرسته کوي باید د عراق د حکومت د لارې وشي.»

ښاغلي اوباما وویل چې دغه هغه څه دي چې دا به څرګنده کړې چې د عراق ملي حاکمیت ته درناوی کیږي.

واشنګټن ته د روانیدو نه مخکې، د عراق صدراعظم حیدر العبادي وویل چې د امریکا نه غواړي چې د اسلامي دولت د ډلې په ضد په جګرې کې د عراق د حکومت سره نورې مرستې هم وکړي. هغه وویل چې تروریزم عراق او نورو هیوادونو ته ګواښ دی.

د عراق صدراعظم وویل چې «موږ په عراق کې د تروریستانو خلاف جنګیږو. تروریزم نه یوازې عراق ته ګواښ دی، بلکه ټوله سیمه او نړۍ ته ګواښ متوجه کوي. موږ د تروریزم د قابو کولو لپاره نړیوالو مرستو ته ضرورت لرو.»

د ایتلاف ستراتیژي

د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو ویلي دي چې د ایتلاف ستراتیژي دا ده چې وسله وال د دې نه راوګرځول شي چې په سوریې کې پناه ځایونه ولري او د عراق نه هم وایستل شي.

د چارو کارپوهان وايي چې ازمویښت به هلته وي چې د موصل د ښار او د النبار د سیمو د نیولو لپاره جګړه پيل شي. په دغه سیمې کې اکثریت اوسیدونکي سني دي.

د امریکا د پرمختګ د مرکز د څیړنیزې ادارې کارپوه براین کاتولس وویل «څوک پوهیږي چې کله به دغه کار وشي، دا ځکه چې که عراق غواړي چې په سمه توګه دا کار وکړي نو د شیعه ملیشو په واسطه یې نه شي کولای.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون د اسلامي دولت د ډلې نه د تکریت د ښار د نیولو هرکلی کړی دی خو هغه د بشري حقونو د سرغړونو د رپوټونو په اړه تشویش څرګند کړی دی.

یوه لاره چې په هغو سیمو کې د فرقه یې او قومي تشدد مخه ونیول شي چې د اسلامي دولت د ډلې نه نیول کیږي دا ده چې د پوځي ځایې واحدونه جوړ شي تر څو د خپلو سیمو دفاع وکړي.

په تیرو څو اونیو کې، عراقي ځواکونه د داعش څخه یو شمیر سیمې، چې د تکریت ښار هم پکښې شامل دی ونیولي. خو، د اسلامي دولت ډله اوس هم د عراق د دوو ولایتونو، نینوا او النبار، پراخې سیمې په خپل کنټرول کې لري.