د ملگرو ملتونو په پریکړه لیک باندې د فلسطینیانو ټینگار

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د دوشنبې په ورځ د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ایټالیا په پلازمینه روم کې ملاقات وکړي.

د اسراییلي، فلسطیني او اروپایي مشرانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ملاقات په داسې حال کې کیږي چې فلسطيني چارواکي د ملگرو ملتونو په هغه پریکړه لیک باندې ټینگار کوي چې له امنیت شورا نه غواړي د کال ٢٠١٦ د نوامبر میاشتې پورې د فلسطیني سیمو نه د اسراییلو اشغال پای ته ورسوي.

په دې اړه د اردن له خوا طرحه به په روانې اونۍ کې د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته وسپارل شي.

خو ښاغلي نتنیاهو د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه به د یو اړخیزو اقداماتو هڅې و نه مني چې اسراییل ته په روم کې د ښاغلي جان کېري سره له غونډې نه مخکې ویل شوي دي.

هغه زیاته کړه "په وروستیو کلونو کې په پرله پسې توگه مونږ هر هغه هڅه په شا تمبولې ده چې مونږ ته د هغو شرطونو امر کوي چې د اسراییل امنیت ته تاوان رسوي او دا د ریښتونې سولې سره مطابقت نلري."

راتلونکي ملاقاتونه

په روم کې د صدراعظم نتنیاهو سره د ملاقات نه وروسته ښاغلی کېري په پام کې لري چې پاریس ته ولاړ شي او هلته د فرانسې، بریټانیې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لندن کې د فلسطينی مرکچي صائب عریقات او د عربي اتحادېې مشر نبیل العربي سره وگوري.

د ښاغلي جان کېري د سفر پلان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جگپوړي چارواکي ویلي دي چې د جان کېري هدف دا دی چې له ټولو اړخونو نه واوري چې څه ویل غواړي، په ورته وخت کې د دوو هیوادونو د حل لارې موندلو لپاره وړاندیزونو باندې به هم غور کوي.

خو د غه چارواکي وویل چې امریکا په داسې یو پریکړه لیک باندې باور نلري چې د یوې پیچلي امنیتي مذاکرې لپاره دې کلک ضرب الاجل د حل لاره وي.

د امریکا د بهرنیو چارو دغه چارواکي خبریالانو ته وویل چې دا ډول د حل لاره د هغو خبرو سره مطابقت نلري چې د نهو میاشتو وروسته په اپریل کې دسولې د خبرو اترو په اړه د فلسطینانو او اسرائیلیانو تر منځ شوې ده.

د منځني ختیځ په مسله کې د روسیې ونډه

ښاغلی کېري روم ته د رسیدو سره سم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لفروف سره وکتل. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله من دی چې د اسراییل صدراعظم او اروپایي چارواکو سره خبرې اترې د ملگرو ملتونو امنیت شورا کې د پریکړه لیک په سر د احتمالي مخالفت مخنیوي وکړي چې د منځني ختیځ د مسلو سره تړاو لري.

Your browser doesn’t support HTML5

د اسراییل- فلسطین په اړه تلویزیوني راپور

ښاغلي لفروف د منځني ختیځ مسله ډیره مهمه وبلله او وې ویل "د منځني ختیځ مسله د دې لپاره ډیره مهمه ده چې موږ دا خبره یقېني کړو چې داسې کار ونکړو چی وضعیت تر دې نور هم بدتر شي. او زه ډیر لیواله یم چې په دې بحث وکړم چی د دې کار د مخنوي لپاره په گډه څه کولی شو."