په هلمند کې د نا امنیو له کبله د قول اردو مشر استعفی وکړه

یو پولیس په لښکرګاه کې، له ځانمرګي برید وروسته سیمې ته راغلی دی. تصویر له ارشیف څخه

په هلمند کې د ښوراب پر پوځي اډې د طالبانو ډله اییز بریدونو، چې څلور ورځې روان و، په دغه ولایت کې د پوځ تر ټولو لوړ پوړی جنرال د دندې پرېښودو ته اړ ویست.

تورن جنرال سید ملوک د ۲۱۵ میوند قوال اردو مشر، په خپل ولایت کې د وروستیو نا امنیو له کبله له خپلې دندې استعفی کړی او یا هم لېرې کړل شوی دي.

جنرال دادان لونګ د هغه پر ځای ګمارل شوی دی.

برید جنرال لونګ د افغانستان د دفاع وزارت د خاصو قواوو عمومي قومندان وو او د ډیرو پېچلو نظامي عملیاتو په ګډون د نړیوالو ځواکونو پر ځای د شپې د عملیاتو په برخه کې يې د پام وړ لاس ته راوړنو څخه یادونه کیږي .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل چي دادان لونګ نن د چهارشنبې په ورځ د ښوراب په پوځي آډه کې د یوې غونډې په ترځ کې د پوځ منصبدارانو ته ور معرفي شوو .

د هلمند پرسرپرست او د ۲۱۵ میوند قوال اوردو پر مخکني قومندان نیوکه داوه چي د ښوراب پر پوځي اډه د برید پر مهال يې په هلمند کې نه و.

په تېرې یوې اونۍ په هلمند کې د نا امنیو ګڼې پېښې شوي دي چې د ښوراب پر پوځي اډې او په سنګین کې د ملي اوردو پر قرارګاه بریدونه یې تر ټولو ستر و.

د هلمند تر نا امنیو وروسته د کندهار ولایتي چارواکو هم اندېښنه څرګنده کړه چي که دهلمند امنیت ته پاملرنه زیاته نه شي ممکن د کندهار نسبي ثبات هم زیانمن شي.

هلمند او کندهار د افغانستان په جنوب کې دوه مهم او له پاکستان سره سرحدي لروونکي ولایتونه دي. دغه ولایتونه د افغانستان د ناامنو ولایتونو په ډلې کې شمېرل کیږي.

په هلمند کې په تېرې څه باندې یوې لسیزې کې، شاوخوا ۱۰ زره برتانوي سرتېري مېشت و، خو ویل کیږي چې د امنیت په راګرځولو او په بشپړ ډول د نشه يي توکو د قاچاقو او کرکیلې په مخنیوي کې، پاتې راغلي دي.