"چې کله (یو نارینه) په ټولنه کې د هغو اقدارو ضد ودریږی چې د انساني حقونو مخالف دي، لمړې کس چې ته ورسره جنگ کوی، هغه ته په خپله یی."
دغه د ضیالدین یوسفزي په نوي کتاب "هغه الوت ته پریږدئ" کې لیکل شوي.
هغه امریکا غږ ته وویل چې کله ټوله ټولنه یوې خوا ته روانه یې او ته د ظلم خلاف په بلې خوا روان شی نو د سخت مقاومت سره مخ کیږي.
ښاغلی یوسفزې وایي "زما سفر هم د حقونو سفر دی، خو ما خبرې کمې او کار زیات کړیدی"
د امریکاغږ خبریالې نزرانې یوسزۍ د ضیالدین یوسفزي سره د هغه د کتاب په اړه خبرې کړیدي، تاسو یې دلته اوریدلی شئ