د لاس رسي وړ اتصالات

ځلا ځاځۍ: ټولنیزو رسنیو کې زما په اړه منفي غبرګونونو خواشینې کړم


ځلا ځاځۍ وايي که ننګه وشي، کار او فعالیت به یې مثبت تغیرات راولي
ځلا ځاځۍ وايي که ننګه وشي، کار او فعالیت به یې مثبت تغیرات راولي

ځلا ځاځۍ د افغانستان د خوست ولایت د امنیې په قومندانۍ کې د جنایي آمرې په توګه تازه ګمارل شوې ده.

د هغې له ګمارل کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو لړ غبرګونونه وپارېدل او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاوونکو د هغې پرې دغې ګمارنې انتقاد وکړ او یو ځینو نورو وستایله.

خو دوهم څارن ځلا ځاځۍ امریکا غږ ته وویل چې په خوست کې یې کار کول لویه هیله وه.

هغه وویل: "له اوله مې هیله وه چې لویې پکتیا ته کار وکړم و مې لیدل چې خوست کې اړتیا ده دنده مې قبوله کړه. "

اغلې ځاځۍ زیاته کړه خپلې علاقې ته په کتو یې نظامي مسلک انتخاب کړی. هغه وايي ډیره خواشینې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د ځان په اړه منفي غبرګونونه ولوستل.

ځلا ځاځۍ دا هم وویل که دښځو پوره ملاتړ ورسره وي نو هیڅکله به یې د کار او فعالیت مخه ونه نیول شي.

نوموړې هیله لري چې د خوست قوماندانۍ کې د جنایي آمرې په توګه یې ورتګ ددې سبب شي چې نورې کورنۍ هم زړه ښه کړي او خپلې لوڼې نظامي اونورو برخو کې کار ته وهڅوي.

ځلا ځاځۍ په ترکیه کې د پولیسو په یو روزنیز مرکز کې زده کړې کړي. د خوست په امنیه قومندانۍ کې پخوا هم ځینو ښځو کار کاوه خو دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د امنیې په قومندانۍ کې د جنایي آمرې په توګه مقرریږي.

له ځلا ځاځۍ سره د نوشابه آشنا پوره مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:45 0:00

XS
SM
MD
LG