د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ ترکیې کې د مخکني افغان حکومت له چارواکو او د ټولنو له استازو سره لیدلي


ښاغلي ویسټ په خپل ټویټر کې دا تصویر خپور کړی دی
ښاغلي ویسټ په خپل ټویټر کې دا تصویر خپور کړی دی

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ د خپل ټویټر په پاڼه د ترکیې په پایتخت انقره کې د پخواني حکومت د ځینو چارواکو، د ښځو او ډاکټرانو د استازو، د پوځي متخصیصینواو ځنیوسیاسي مشرانو سره د کتنې خبر ورکړی دی.

ښاغلي ویسټ ددغو لیدو کتو وروسته د افغانستان په دننه او بهر کې په میشتو افغانانو غږ کړی چې د خپلو کورنیو او بچیانو د یوې ښې راتلونکي لپاره دې د خپلو ټولنواو طالبانو سره په یوه خوله خبرې وکړي.

هغه ویلي چې د دوی غږ چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي په سیمه ییزه کچه ډیر زورور دی.

همداشان افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي، چې په انقره کې یې د میشتو افغانانو د استازو سره په هزاره افغانانو باندې د بریدونو، رسنیواو خبریالانو ته د کار د فضا د تنګیدو په اړه په نړیواله کچه اندیښې اوریدلي دي. توماس ویسټ وايي دوی ټولو د راتلونکي افغانستان لپاره په ملي کچه د یو ډیالوګ په رامنځ ته کیدو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو د کارپوهانو نظرونه

د سیاسي چارو یو شمیر افغانان کارپوهان د ښاغلي ویسټ څرګندونې مهمې بولي او وايي، چې د یو باثباته افغانستان او یو مشروع نظام د جوړیدو لپاره یو ملي ډیالوګ ته ډیره زیاته اړتیا لیدل کیږي.

د سیاسي چارو یو کارپوه سرور جعفري په دې باور دی چې د افغانستان ستونزه یوازې په ملي کچه د افغانانو ترمنځ په خبرو او ډیالوګ هواریدلی شي.

ښاغلی جعفري وايي چې په تیرو څلورو لسیزو کې افغانستان کې تنظیمي او د ګوندونو له خوا شویو جګړو ددغه هیواد ستونزه حل نشوه کړی نو په خبره یې د روانو ستونزو حل او د یو مشروع او قانوني نظام د رامنځ ته کیدلو لپاره د افغانانو ترمنځ خبرې او تفاهم ډیر اړین دي.

ښاغلي جعفري وویل "بنآ د سیاسي باثباته او دوامدارو جوړښتونو د رامنځ ته کولو لپاره چې د کار لازمه وړتیا او توان ولري مونږ اړ یو چې په هغو مسلو چې د نظر اختلاف دی او د نظر یوالی پرې نشته خبرې وکړو تر څو داسې یو جوړښت رامنځ ته شي چې وکولای شي سیاسي مخالفتونه، سیاسي مخالفین او سیاسي ګوندونه په یو قانوني بهیر کې شامل کړي دا یو اساسي اصل دی چې کیدای شي یو د حل لار اوسي."

سرور جعفري په تیر یو کال کې د خبرو له لارې د شتو ستونزو د نه حل کیدلو یو لوی دلیل د افغانستان په مسله کې د بهرنیو عواملو دخالت ګڼي او وايي، چې ددې ترڅنګ ټولنیز، قبیلوي، او فرهنګي باورونه او د یو سیاسي جوړښت لپاره د اجماع نشتون هم ددې سبب شوی چې د افغانانو ترمنځ په ملي کچه دغسې یو بحث پیل نشي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه عزیز معارج افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي توماس ویسټ د څرګندونو په اړه وايي، داسې ښکاري چې امریکا بیرته د افغانستان حالاتو ته پام اړولی او غواړي چې د طالبانو سره په دوحه کې د شوې هوکړې نه عملي شوې برخې هم عملي شي.

ښاغلي معارج وویل " اوس وخت ددې رارسیدلی دی چې افغانان سره ټول کړي د دوحې تړون بشپړ کړي یو عبوري حکومت جوړ کړي تر هغې چې دغه حالات چې نه افغانانو ته د منلو دي او نه هم نړیوالو ته د منلو وړ دي او د سیمې هیوادونه هم په ډیر تکلیف باندې او اندیښنې لري...ټول غواړي چې یو حالت راشي نو طالبان مجبور هم دي چې په قدرت کې نور هم شامل کړي."

خو د سیاسي چارو یو بل کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وايي، چې د افغانستان او طالبانو په اړه د امریکا دریځ له پخوا یو څرګند دریځ دی.

ښاغلي حقیار وویل " دوی په افغانستان کې د جګړې طرفدار نه دي او نه دې بیا څوک داسې فکر کوي چې امریکا به په افغانستان کې په نظامي ډول ښکیله شي."

د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ ترکیې ته د سفر وړاندې پاکستان او قطر ته هم سفر کړی و او هلته یې ددغو هیوادونو د چارواکو سره د افغانستان په حالاتو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG