د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن: اجازه نه ورکوو روسیه امریکا کې له خپلو بانکي حسابونو پورونه ورکړي 


د روسیې کرنسي روبل
د روسیې کرنسي روبل

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د پيل شویو بندیزونو په ترڅ کې د امریکا متحدو ایالتونو په یو تازه اقدام کې ویلي چې مسکو ته به اجازه ورنکړي چې په امریکا کې د خپلو بانکي حسابونو څخه خپل پورونه ادا کړي.

ښايي دا اقدام د روسیې مخه ونیسي چې خپل مالي پورونه ورکړي.

د امریکا د ماليې وزارت یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته وویل: « سر له نن سه شنبه اپریل پنځمه څخه به، د مالیې وزارت اجازه ورنکړي چې د امریکا په مالي بنسټونو کې د روسیې د حکومت له حسابونو څخه یو ډالر پور هم ورکړل شي.»

ویاند ویلي دي چې روسیه باید د ډالرو د پاتې زېرمو د وچ کېدو او نوي عاید د زېرمه کېدو ترمنځ یو انتخاب کړي.

سره له دې چې امریکا د روسیې په وارداتو بندیزونه لګولی، مسکو ته یې اجازه ورکړې چې د خپلو پلورل کېدونکو ګازو او نفتو پېسې خپلو بانکي حسابونو ته انتقال کړي چې د بهرنیو اسعارو کلیدي سرچېنه یې بلل کېږي.

خو سپینې ماڼۍ تېره ورځ خبرداری ورکړ چې ښايي په ولسمشر پوتین نور بندیزونه هم ولګول شي. د امریکا د مالیې وزارت ویلي‌ دي چې د دوی تازه اقدام به د «پوتین مالي سرچېنې، چې د اوکراین په یرغل کې ترې ګټه اخلي،‌ تشې کړي او دا کار به د هغوی مالي سیستم له یو لړ ستونزو» او نامعلوم برخلیک سره به مخامخ کړي.

ټاکل شوې وه چې مسکو د دوشنبې په ورځ د خپلو پورونو ۸۴ میلیون ډالر سود ورکړي او همدغه راز دوه میلیارد ډالر پور هم خلاص کړي. مسکو ۳۰ ورځې لري چې دا پېسې ورکړي، که یې ورنکړې خپلو مالي مکلفیتونو ته په رسېدو کې به ناکام پاتې شي.

د امریکا په دې اقدام سره په بهرنیو بانکونو کې د روسیې ۳۰۰ میلیارد بهرني‌ اسعار په ټپه درول شوي ‌دي. روسیه ۴۰ میلیارد ډالر او یورو قرضدار ده چې د دغه هېواد اقتصاد او د نفتو عوایدو ته په کتو کم بلل کېږي.

هغه ادارې چې د پورونو د ورکولو په اساس هېوادونه درجه بندي کوي، روسیه یې له مخکني ځای څخه لاندې راوستې او ویلي دي چې دا خطر اوس زیات شوی چې ښايي مسکو خپلو مالي مکلفیتونو ته رسیدګي ونشي کړای.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل وکړ. امریکا او ناټو دا یرغل وغنده او په روسیې باندې یې قوي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG