د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې ویلي، کاري لیک چې یوه امریکايي خبریاله او سیاستواله ده ددې ادارې د ځانګړې سلاکارې په توګه ګمارل شوې ده.
کاري لیک، چې له ۳۰ کالو راهیسې د خبریالې په توګه کار کوي، د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د ډونالډ ټرمپ له خوا چې هغه مهال د امریکا منتخب ولسمشر و، د امریکا غږ د مشرې په توګه معرفي شوه.
دې مقام ته د میرمن لیک د ګمارنې بهیر یو څه ورو پرمخ ځي ځکه چې محافظه کار لیکوال ال برینټ بوزیل چې د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د رئیس په توګه نوماند شوی، لاهم د متحده ایالاتو د سنا لخوا تائید ته په تمه دی.
د متحده ایالاتو د رسنیو نړیواله اداره همداشان د دوه ګوندیز پلاوي نومولو ته په تمه ده، چې د اجرائیوي رئیس سره به د رسنیو د ادارې د رئیسانو د ټاکلو او لرې کولو په څیر مسلو کې رول لوبوي.
رومن ناپولي، چې دا مهال د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې د اجرائیوي رئیس په توګه دنده ترسره کوي، ددې ادارې کارکوونکو ته په یو بریښنالیک کې د کاري لیک راتګ اعلان کړل.
د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې مخکنۍ رئیسې امندا بنیټ دمخه له خپلې دندې استعفا کړې ده.
ناپولي په دې برېښنالیک کې لیکلي چې: "لیک، د څه دپاسه دوو لسیزو راهیسې په لویو رسنیو په مارکیټ کې د خپرونو د چلونکې او خبریالې په توګه کار کړی او د نشراتي ژورنالیزم په برخه کې به له خپلې تجربې څخه کار واخلي."
ناپولي همداشان د کاري لیک د لاسته راوړنو په هکله وویل، چې هغې د امریکا د دوو ولسمشرانو په ګډون د مهمو مشرانو سره مرکې کړي دي او د نړیوالو راپورونو لپاره یې دوه امی جایزې ګټلي دي.
په ایمل کې راغلي چې د ټرمپ په اداره کې د یوې لوړ پوړي سلاکارې په توګه، کاري لیک به د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو د ادارې، د هغې اړوند شبکو او مرسته کونکو سره د پالیسیو او ستراتیژیو د پلي کولو په ساده کولو کې مرسته وکړي.
د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو اداره د امریکا د رسنیو د څو ادارو څارنه کوي چې فعالیت یې د خبرونو خپرول او د سانسور سره په مبارزې تمرکز لري، او دا رسنۍ په اونۍ کې څه دپاسه ۴۲۰ میلیون لیدونکي او اوریدونکي لري.
د امریکا د نړیوالو رسنیو په اداره کې د امریکا غږ، د کیوبا د خپرونو اداره، د آزادې اروپا رادیو/راډیو آزادۍ، د اسیا ازادۍ راډیو، د منځني ختیځ د خپرونو شبکه او څو نورې ادارې شاملې دي.
د خپلواکو رسنیو د شبکو د څارنې سربیره، د متحده ایالاتو د نړیوالو رسنیو اداره د آزادۍ او ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو د خبرولو، تعامل او او اړیکې نیولو ماموریت لري.
د امریکاغږ لپاره د ډونالډ ټرمپ له خوا انتخاب شوې کاري لیک دمخه ویلي وو چې د امریکا غږ کولای شي د یوې "رښتینې حربې" په توګه په روانه معلوماتي جګړه کې وکارول شي.
د امریکاغږ په ۱۹۴۲ کال کې تاسیس شوی، اوس د ډیجیټل، تلویزیون او راډیویي شبکو له لارې په ټوله نړۍ کې خپلو لیدونکو ته خپرونې کوي.
کاري لیک، د امریکا د نړیوالو رسنیو د لوړپوړې سلاکارې په توګه معرفي شوه

فورم \ دبحث خونه