د امریکا متحده ایالتونو په عراق کې تازه نا ارامۍ «ځوروونکي» بللي، له عراقیانو څخه یې غوښتي دي چې له تاوتریخوالي څخه، چې اته تنه په کې وژل شوي دي، ډډه وکړي او سیاسي شخړې په خبرو حل کړي.
د سپینۍ ماڼې د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي نن دوشنبه اګست ۲۹ (سنبله اوومه) وویل: «په عراق کې نن د نا امنۍ راپورونه ځوروونکي دي... موږ په دخیلو [اړخونو] غږ کوو چې ارام شي، له دغه تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او د حل سوله ایزه لاره ولټوي.»
دا په داسې حال کې ده چې نن د ځواکمن شیعه مشر مقتدا الصدر پلویانو د بغداد په دپلوماتیکې سیمې [ګرین زون] کې د حکومت په مقر باندې برید وکړ. په ټول عراق کې اضطراري حالت اعلان شوی دی. د فرانسې خبري اژانس یو خبریال وايي چې په دغې سیمې کې ډزې هم شوې دي. ډاکټرانو دغه اژانس ته ویلي چې د مقتدا الصدر اته پلویان وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې د ښاغلي صدر او د یو بل شیعه ایراني پلوي ایتلاف پلویانو په یو بل ډزې کړې دي.
په عراق کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر «یونامي» په دغه هېواد کې وضعیت «ډېر خراب» بللی دی او په ټولو غاړو یې غږی کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او له زغم څخه کار واخلي.
له بغداد وروسته د عراق په ځینو نورو برخو کې هم مظاهرې شوې دي. د مقتدا الصدر پلویانو په «ناصریه او الحله» ښارګوټیو کې هم په حکومتي ودانیو بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن مقتدا الصدر اعلان وکړ چې له سیاست څخه لاس اخلي.
ښاغلي الصدر په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ما پرېکړه کړې ده چې په سیاسي چارو کې به مداخله نکوم. له همدې کبله زه خپل حتمي تقاعد اعلانوم.»
له سیاست څخه د نوموړي د استعفا خبره داسې مهال مخې ته راځي چې په عراق کې له یو کال راهېسې د سیاسي شخړو وروسته لا هم هلته نوی حکومت نه دی جوړ شوی دی.
ښاغلي الصدر وویل چې له دغه اعلان وروسته به یې د ډلې ټولې څانګې وتړل شې خو د پلار مزار او د یاد څلی به یې، چې په ۱۹۹۹ کې ترور او ووژل شو، پرانستی وي.
نوموړي دوې ورځې مخکې وویل چې د سیاسي کشمکش د ختمولو لپاره باید د هغه ډلې او نورو ټولو ډلو ته په حکومت کې موقف او ځای ورکړل شي.
په عراق کې د تېرکال له انتخاباتو وروسته د سیاسي ډلو ترمنځ اختلاف پیدا شوي چې لا هم دا هېواد نه حکومت لري، نه ولسمشر او نه هم صدراعظم او سیاسي ډلې د یو ایتلافيحکومت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.
تر دې مخکې د الصدر پلویانو مظاهرې کړې وې او د پارلمان د ړنګولو غوښتنه یې کوله، خو اوس وايي چې دا مهمه نه ده او په خبره یې تر ټولو مهمه دا ده چې ټولې سیاسي ډلې او څېرې، چې په ۲۰۰۳کال کې د امریکا له یرغل وروسته په سیاست کې دخیل دي، سیاسي بهیر کې ګډون ونکړي.
متقدا الصدر د صدام حسین د حکومت له نسکورېدو وروسته په عراق کې میلیونونه پلویان پیدا کړي او یو مهال یې د عراق د حکومت او امریکايي ځواکونو په ضد یې د یوې ملېشې ډلې مشريهم کوله.
ده په عراق کې په مختلفو سیاسي موقفونو دندې هم اجرا کړيدي.