د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاگون: په پاکستان کې د طالبانو ضد عملیاتو پلان نلرو


په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وايي د طالبانو او نورو ډلو د ځپلو لپاره به د افغانستان نه دباندې ونه وځي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند مایک اندریو په یو خبري کنفرانس کې ویلي دي چې "که څرگنده ووایم، د امریکا د متحده ایالاتو پوځي صلاحیتونه یواځې دننه په افغانستان کې دي. پاکستان ته د ننوتلو صلاحیت نلرو. که داسې هم وشي هغه به استثنایي کار وي او معمولي مسله به نه وي".

ښاغلي اندریو ویلي دي چې په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیان د پاکستان د خاورې بشپړتیا ته درناوی کوي او پدې مسله کې هیڅ بدلون ندی راغلی.

د پنتاگون ویاند د پاکستان سره د افغانستان د پولې په اوږدو کې د محاربوي او کشفي ظرفیتونو په لوړولو باندې ټینگار وکړ چې د ترهگرو ډلو د فعالیت د محدودولو په خاطر کیږي.

ښاغلي اندریو دا هم وویل چې که طالبان او ترهگرې ډلې په پاکستان کې میشت وي دا هغه څه دي چې په پاکستان پورې مربوط دي او زمونږ په واک کې ندي. د هغه په وینا دا د پاکستان کار دی چې د هغې په وړاندې اقدام وکړي "زمونږ پاملرنه افغانستان ته ده".

دا په داسې حال کې دي چې دمخه تر دې امریکایي بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په خاوره کې عملیات کړي دي. د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور او د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله محسود یې دننه په پاکستان کې وژلي وو.

د پنتاگون د ویاند په وینا واشنگټن له اسلام آباد غواړي چې په هغه هیواد کې د میشتو ترهگرو د پناځایونو پر وړاندې جدي او عملي اقدامات وکړي چې د هغه په باور نه یواځې د افغانستان د امنیت لپاره گټور دي بلکه د پاکستان، هند او ټولې سیمې ته مفید دي.

د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ نوې پالیسۍ پاکستان تر فشار لاندې نیولی چې د حقاني شبکې په گډون په هغه هیواد کې د میشتو ټولو ترهگرو ډلو پر ضد جدي اقدام وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایي سږکال د امریکایي ځواکونو هدف دادی چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمې بیرته د افغان دولت لاس ته ورشي.

XS
SM
MD
LG