د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا د وینزویلا د ولسمشر الوتکه ضبط کړې

امریکا د وینزویلا د ولسمشر الوتکه ضبط کړې


د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو الوتکه د ډومینیکن په جمهوریت کې له نیول کېدو وروسته د فلوریډا ایالت ته لیږدول شوې ده.
د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو الوتکه د ډومینیکن په جمهوریت کې له نیول کېدو وروسته د فلوریډا ایالت ته لیږدول شوې ده.

د متحده ایالاتو حکومت د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له خوا استعمالېدونکې جیټ الوتکه ضبط کړې او ویل شوي چې دا الوتکه د امریکا د بندیزونو خلاف په غیرقانوني توګه پېرل شوې وه.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت دوشنبې سپتمبر دوهمه (وږي ۱۲) وویل چې دا "داسو فالکن ۹۰۰ اي ایکس" ډوله الوتکه د ډومینیکن په جمهوریت کې له نیول کېدو وروسته د امریکا د فلوریډا ایالت ته لیږدول شوې ده.

امریکايي مقاماتو ویلي چې د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت دا الوتکه د ۲۰۲۳ په اپریل کې د فلوریډا په ایالت کې له پیرل کېدو وروسته له متحده ایالاتو څخه وینزویلا ته قاچاق شوې وه.

د متحده ایالاتو له خوا لګول شوي بندیزونه امریکايي وګړي د مادورو له رژیم سره له راکړې ورکړې څخه منع کوي. خو له بندیزونو څخه د بچ کېدو په خاطر په کارابین کې د تیلو د یو شرکت نوم د الوتکې د پیرونکي په توګه استعمال شوی دی.

د امریکا د سوداګرۍ وزارت مرستیال متیو اکسلراډ په یو بیان کې وویل: "ددې الوتکې ضبط کېدل واضح پیغام استوي چې له بندیزونو سره مخامخ وینزویلايي چارواکو په ګټه له متحده ایالاتو څخه په غیرقانوني توګه اخیستل شوې الوتکې پټې نه پاتې کیږي."

دغه الوتکه د مادورو لخوا د بهرنیو سفرونو لپاره استعمالېدله. هغه پدې الوتکه کې په روان کال کې ګویانا او کیوبا ته سفرونه کړي وو.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت د الوتکې نیول غندلي دي.

د وزارت په یو بیان کې چې د دوشنبې په ورخ ناوخته خپور شو، راغلي: "یو ځل بیا، د امریکا د متحده ایالاتو چارواکي په داسې جنایي عمل کې ښکیل شوي چې د شوکې او غلا پرته بل څه نشي ګڼل کیدی."

دا الوتکه څه باندې یوه میاشت وروسته له هغه ضبط شوې چې په وینزویلا کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې او حاکم ګوند ته وفادار د ټاکنو کمیسیون د شواهدو وړاندې کولو پرته، مادورو د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

د مادورو سیاسي مخالف ایدموندو ګونزالیز ویلي، داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري چې ښيي هغه له مادورو څخه په لوی توپیر ټاکنې ګټلي دي. د نړۍ ډیرو هېوادونو په وینزویلا کې ټاکنې د شفافیت د نشتوالي له کبله غندلي دي.

مادورو له ۲۰۱۳ راهیسې په وینزویلا کې واکمن دی. متحده ایالاتو د مادورو د نیولو په سر ۱۵ میلیون ډالر جایزه ایښې ترڅو په نیویارک کې د مخدره موادو د قاچاق د تورونو له کبله محکمې ته وړاندې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG