د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نه د هالنډي عسکرو د وتلو تیاری


د استرالیا د دفاع وزیر وایی کله چې داگست په میاشت کی د هالنډ عسکر د ارزگان ولایت نه ووځی نو امریکایی قواوی به په دغه ولایت کی د خارجی قواو قومانده په غاړه واخلی.

د دفاع وزیر جان فالکنر دا اعلان نن د چهارشنبی په ورځ د یوه مطبوعاتی کانفرانس په دوران کې وکړ.

فالکنر وایی په آینده دوو کلونو کې ښايي دوی هم له افغانستان نه د خپلو عسکرو په ایستلو پیل وکړي.

دی وايي، عسکر به یې د افغان عسکرو روزنې ته زیاته توجه کوي چې په آینده دوو نه تر څلورو کلونو پورې وکړای شي چې د امنیت د نیولو مسئولیت په خپله غاړه واخلي.

هغه وویل چې د استرالیا حکومت به په ارزگان کی د ولایتی بیا رغونې د ډلې د مشرئ لپاره یو نوی ملکي سړی وټاکي.

ښاغلي فالکنر زیاته کړه هیله ده چې د استرالیا قواوې به په ارزگان کې د امنیت د ساتلو مسوولیت په دوو یا څلورو کلونو کی د افغانستان ملي پوځ ته ور وسپاري.

استرالیا په افغانستان کی پنځلس سوه عسکر لري او تر اوسه پورې یې شپاړس عسکر په جنگ کی وژل شوي دي.

استرالیا په ٢٠٠١ میلادي کال کې د طالبانو د حکومت د ماتولو لپاره په افغانستان کی د امریکا په مشرئ په ایتلافي قواو کی خپل عسکر شامل کړي وو. هالنډ په افغانستان کی شپاړس سوه عسکر لري.

په عین وخت کې، ناټو نن وویل چې افغان او خارجی قواوو په روانه هفته کې په پکتیا کی د نظامی عملیاتو په دوران کی د طالبانو څو مهم قوماندانان وژلي دي.

ناتو وویل چې د جاني خیلو د ولسوالۍ په دوه ورځنیو عملیاتو کې کلیوالو خلکو ورسره مرسته وکړه او د خارجي جگړه مارانو د تیښتې مخه یې ونیوله.

ناتو وویل چې د القاعدی د طرفدارې حقاني د شبکې یو قومندان حمیداله یې په دغه ولسوالۍ کې وژلی دی او د قاري اسمعیل په نوم د طالبانو یو بل قوماندان هم د خپل یوه ملگري سره یو ځای وواژه.

د ناټو اعلامیه وایي، گڼ شمیر طالبان چې د القاعدی سره یی نژدی اړیکې لرلې ددغو عملیاتو په دوران کی وژل شوي دي.

له بلې خوا سپینې واڼۍ وویل چې جمهور رئیس بارک اوباما پرون په تلیفون باندې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره د قندهار د امنیتي وضعې په باب خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG