د لاس رسي وړ اتصالات

'افغان ژباړونکي دې د امریکایي ځواکونو له وتلو دمخه درېیم هیواد ته انتقال شي' 


د امریکا د کانګرس وکیلانو نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوایي ۲۸) ژمنه وکړه چې خپل په زرګونو افغان متحدین به چې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو لوړپوړي غړي مایک مک‌کال، وویل: "مونږ نشو کولای چې اجازه ورکړو چې کابل یو بل سایګون شي"؛ چیرته چې د ویتنام د جګړې له پای ته رسیدو وروسته ۱۸هلیکوپترو په ۱۹ ساعتونو کې ۵۰۰۰ ویتنامیان انتقال کړل.

دا پداسې حال کې دي چې څه موده وړاندې افغان ژباړونکو مظاهرې وکړې او د هغو ګواښونو په اړه یې اندیښنې په ډاګه کړې چې دوی ورسره مخامخ دي.

ښاغلي مک‌کال وویل ډاریږي چې طالبان دغه کسان ووژني.

هغه وویل چې امریکا باید یو دریم هیواد ته ددغو کسانو په ایستلو غور وکړي، لکه بحرین، کویټ او عربي متحده امارات تر څو چې د هغوی درخواستونه خپل پړاوونه تیر کړي او ویزه ترلاسه کړي.

د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ژمنه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت به د ویزې د ورکړې پړاو چټک کړي.

هغه وویل: "مونږ نه غواړو چې ویره او ډار رامنځ ته کړو او په ډیر بد حالت ټول لوستي افغانان راوباسو او د افغان امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړو".

هغه دغه بهیر "حساس او پیچلی تعادل" وګاڼه.

ښاغلي خلیلزاد هغه وړاندوینې رد کړې چې ګواکې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه سمدستي سقوط وکړي.

د کانګرس دموکراتې غړې امي بیرا، وویل د افغان متحدینو د ایستلو په اړه دوه ګوندیز توافق شته.

د کانګرس غړو مک‌کال او ګریګوري میکس، له دغه پروګرام دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې دغه هیواد "اخلاقي ژمنتیا" لري چې د ویزې د ورکړې مراحل چټک کړي.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د امر له مخې امریکایي ځواکونو د افغانستان څخه د وتلو بهیر د مۍ په لومړۍ نیټه پیل کړی او ټاکل شوې چې د سپتمبر تر ۱۱پای ته ورسیږي.

د ځانګړو ویزو پروګرام شاوخوا یوه لسیزه مخکې پیل شو. د امریکا متحده ایالاتو ۲۶۵۰۰ویزې ترجمانانو، خاصو کارکوونکو او نورو کسانو ته چې د امریکا سره په کار کولو ورته ګواښ متوجه دی منظور کړي دي.

ښاغلي مک‌کال وویل چې تر اوسه ۱۶۰۰ ویزې توزیع شوي او ۱۸۰۰۰ عریضې معلقې پاته دي.

XS
SM
MD
LG