د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په ښوونځیو کې په تکنالوژۍ ډیره تکیه ښایي مضره وي


ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) خبرداری ورکړ، چې په ښوونځیو کې پر تکنالوژۍ ډېره تکیه کول ښايي د لوستلو په څیر اساسي مهارتونه ګډوډ، بې اغېزې او زیانمنې کړي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په یو راپور کې ویلي، که څه هم د زده کوونکو لپاره د ټکنالوژۍ زده کړه اړینه ده، خو ښوونکي باید په ټولګیو کې د "تکنالوژۍ د فیشني" وسایلو د زیاتې کارونې په اړه مراقب اوسي. راپور کې ویل شوي: "په زده کړو کې د ډیجیټل ټیکنالوژۍ د ارزښت په هکله لږ شواهد شته."

یونیسکو زیاته کړه چې په ټولګیو کې تکنالوژي "که نامناسبه یا له حده زیاته وي کیدای شي ناوړه اغیزې ولري" او دا چې د تکنالوژۍ د کارولو پرځای د زده کړې پر پایلو باید تمرکز وشي.

د یونیسکو د راپور لیکوال مانوس انتونینیس وايي، په ښوونځیو کې د لپ ټاپ کمپیوترونو له کارولو څخه شل کاله وروسته څرګنده شوه چې دا ډول تګلارې یوازې هغه وخت اغیزمنې دي چې د یو ټینګ تعلیمي چوکاټ سره یوځای شي.

هغه وویل، خو یوازې "یو څو هیوادونو پدې لور د حرکت لپاره صبر او لازمه انرژي درلودلې ده."

یونیسکو په ټولګیو کې د ځیرکو تلیفونونو د مخ په زیاتیدونکي بندیز د بهیر هرکلی کړی. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، "له هرو څلورو هیوادونو څخه یو یې" په دې برخه کې قوانین او مقررات تصویب کړي دي.

انتونینیس وویل: "په ټولګیو کې د تلیفونونو شتون کیدای شي تر ډیره د حواسو اختلات رامنځته کړي."

هغه وویل چې په ښوونځیو کې د ځیرکو تیلفونونو بندیز په ځانګړي توګه د هالنډ په څیر په لیبرالو هیوادونو کې د یونیسکو د څیړونکو لپاره "یوه په زړه پوري او حیرانوونکې موندنه" وه.

هغه وویل، "خلک په دې اړه لږ څه زیات فکر کوي چې په ښوونځیو کې د حواسو ګډوډي او عواقب یې څه دي."

دا راپور د عمده دودیزو مهارتونو د ترلاسه کولو پر ځای د تکنالوژۍ د ځای په ځای کولو په وړاندې په کلکه خبرداری ورکوي چې په حقیقت کې کولی شي د ماشومانو سره مرسته وکړي چې د ډیجیټل نړۍ د ځینو زیانونو مخنیوی وکړي.

انتونینیس وویل، د مثال په توګه، هغه زده کونکي چې د لوستلو قوي مهارتونه لري ډیر لږ احتمال لري چې د فشینګ سایبري بریدونو ښکار شي.

هغه زیاته کړه: "که تاسو ته درذده کړای شوي دي چې ولولئ، او په معنا یې پوه شئ، دا ددې سبب کیږي چې تاسو د ډیجیټل نړۍ ننګونو لپاره ډیر چمتووالی وارئ او دا یو حقیقت دی چې موږ یې ډیر وخت هیروو."

XS
SM
MD
LG