د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ګواښ په اړه اندېښنه؛ لوړ پوړی امریکايي جنرال اسرائيل ته ورسېده


جنرال اییک کوریلا د اسرائیل د پوځ له لوی درستیزاویو کوخاوي سره
جنرال اییک کوریلا د اسرائیل د پوځ له لوی درستیزاویو کوخاوي سره

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (حمل۲۳) اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د قومندانۍ مشر جنرال ایریک کوریلا اسرائيل ته رسېدلی چې د دغه هېواد له مقاماتو سره د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وکړي.

دا ملاقات داسې مهال کېږي چې ایران ګواښ کړی دی چې د سوریې په مرکز دمشق کې د اسرائيل د بریدونو غچ به واخلي.

ایران وايی په دغه برید کې یې اووه تنه وژل شوي چې دوه یې د سپاه پاسدران غړي ‌دي.

د ایران د دغو ګواښونو په ځواب کې د اسرئیل د دفاع وزیر یواف ګالانت څو ورځې مخکې وویل چې د ایران د هر ډول سناریو سره مقابلې ته چمتو دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پت ریدر وویل چې جنرال کوریلا د اسرايل د پوځ له لوړ پوړیو مشرانو سره وګوري او په سیمه کې د موجوده امنیتي ګواښونو په اړه به ورسره وغږېږي.

نوموړي وویل چې ټاکل شوې وه دغه امریکايي جنرال وروسته اسرائیل ته تللی وای، خو په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو له کبله ژر ولاړ.

تېره ورځ د ایران مذهبي مشر ګواښ وکړ چې له اسرائیل څخه به غچ واخیستل شي او په همدې حال کې د حزب الله ډلې ویلي‌ چې اسرائيل به د دغه برید سزا وویني.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائيل د «کلک ملاتړ» ژمنه وکړه.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د اسرائيل د د فاع له وزیر یواف ګالانت سره خبرې کړې دي. ګالانت استن ته ویلي دي چې د ایران مستقل برید به د اسرائيل مناسب ځواب ته اړتیا ولري. دواړو مشرانو په اسرائیل باندې د ایران د ممکنه برید په اړه بحث وکړ او ګالانت ټېنګار کړی چې په خپل هېواد باندې به د ایران د برید زغم ونه لري.

تر دې مخکې د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کتز ویلي وو چې که ایران په اسرائيل برید وکړي، اسرائیلي پوځ به په ایران مستقیما حمله وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG