روسیې پر خپل ملګري هېواد سوریې باندې غږ کړی دی چې د ملګرو ملتونو د مفتشانو سره همکاري وکړي او هغوي ته اجازه ورکړي چې دهغو سیمو پلټنه وکړي چې وايي روانه اونۍ په کښي د بشرالاسد قواوو د مخالفینو پر ضد د کیمیاوي وسلو څخه استفاده کړېده.
د روسیې د باندنیو چارو د وزارت په یوې بیانیې کې راغلي دي چې د دغه هېواد د باندنیو چارو وزیر سرګي لاروف او د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د یوه ټلفوني تماس په ترڅ کې پر دې موافقه کړې ده چې د سوریې د مخالفینو ادعاوې چې وايي کیمیاوي وسلې کارول شوي دي باید په بې طرفانه ډول وڅیړل شي. نوموړي دا هم ویلي دي چې د سوریې د حکومت مخالفین دي د ملګرو ملتونو د مفتشانو دپاره زمینه مساعده کړي چې د دوي د سیمو څخه په امن تیر شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وویل چې په سوریې کې د هرډول کیمیاوي وسلې استعمال به د انسانیت پر ضد جرم وګنل سي او جدي عواقب به ولري.
نوموړي دا هم ویلي دي چې ملګرو ملتونو د سوریې د حکومت څخه رسما غوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتونو مفتشانو ته دي اجازه ورکړي چې د چارشنبې د ورځې د بریدونو سیمې دي په چټکۍ سره وڅېړي.
سوریې دا رد کړېده چې د کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل شوی دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا د سي ان ان تلویزوني چینل ته ویلي دي چې چارواکي اوس مهال د هغو ریپوټونو په هکله نور معلومات راغونډوي چې وايي کیمیاوي وسلې استعمال شوي دي. ښاغلي اوباما وویل چې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو استعمال به په واضیح ټوګه د یوې غټې اندېښنې سرچنیه وي.
ولسمشر اوباما وویل چې د سوریې په روانې کورنۍ جګړې کې اوس د امریکا ملي ګټې دخیلې دي او باید هڅه وشي چې د ډله ایزې وژنې وسلې استعمال نشي او په سیمه کې د امریکا اډې او متحدین خوندي پاته شي.
د سوریې د کیمیاوي وسلو وروستي انکشافات په داسې حال کې رابرسیره کېږي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو او کډوالو د چارو سازمان د جمعې په ورځ وویل چې د هغو ماشومانو شمیر چې د سوریې د شخړې له امله ددغه هېواد څخه تښتي، یومیلیون ماشومانو ته رسیدلی او په سرحدي سیمو کې دوه میلیونه نور د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.
یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو او کډوالو د چارو سازمان وايي چې د سوریې ماشوم کډوال په لبنان، اردون، ترکیې، عراق او مصر کې پناه اخلي او ځیني یې شمالي افریقا او اروپا ته هم ځي.
په دمشق کې یوه کډواله چې جانه نومېږي وايي یواځنی آرمان یې دا دی چې هیواد ته یې سوله راشي.،،یواځنی شی چې زه یې غواړم دا دی چې سوریې ته بیرته سوله راشي. زه بس دغومره غواړم چې په سوریې کې جنجال نور بند سي. پر کال دا وخت زه آرمان لرم چې ټول شیان بیرته لکه د پخوا په شان عادي شي.،،
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د سوریې ماشومان چې د خپلو کورونه څخه با امنو هېوادونو ته تښتي د جبري کار، ممکنه جنسي تیري یا په زورو ودونه سره مخامخ کېږي.
سره له دې چې د سوریې وضع ډیره پېچلې ده ځیني اوس هم داسي آرمان په زړه کې لري چې بیرته به سوریې ته ځي.
ابراهیم یو له دغو کسانو څخه دی او وايي چې غواړي بیرته په خپل هېواد کې ښوونځي ته ستون شي. ،،زه غواړم چې سوریې ته ستون شم، هلته په سوله کې ژوند وکړم او ښوونځي ته بیرته ولاړ شم. زه غواړم چې زمونږ هیواد بیرته آرامه شي، سعادت ولري او په کښي د ژوند کولو امکانات پیدا شي.،،
ملګري ملتونو وايي چې شمیر شوي یو میلیون ماشومان ټول په نومونو باندې د دوي سره راجستر دي.