د لاس رسي وړ اتصالات

سلطان تیموردم وړه واده شوې وه، اوس ځوانانو ته پیغام لري


سلطان تیموردم وایي کم عمره کسان باید ژر واده کولو ته مجبور نه کړل شي.
سلطان تیموردم وایي کم عمره کسان باید ژر واده کولو ته مجبور نه کړل شي.

زه واده کولو ته مجبوره شوې یم.

زه په هیڅ شي نه پوهیدم، زه یوه ماشومه وم.

زه يي بوتلم او ما فکر کاوه چې بیرته به می راولي

خو نه، هغوئ هیڅکله بیرته رانوستلم.

زه واده شوم او کال وروسته می یو زوی وزیږو.

نه پوهیږم دا به ښه و که نه، ځکه زه خپله ماشومه وم.
زه می د خپل ماشوم سره لویه شوم.

مه هیڅکله مخکې خپل میړه نه و لیدلی او نه می پیژانده.

د وخت په تیریدو مو یو بل وپيژندل.

اوس خوشحاله یم، د خپل قسمت نه منندویه یم.

اوس د زمریانو په څیر دوه زامن لرم. دواړه ښه ژوند لري. زه او میړه می لاهم شریک ژوند کوو.

کم عمره کسان باید ژر واده کولو ته مجبور نه کړل شي. هغه کسان چې په کم عمرۍ کې واده ته اړ ایستل کیږي، هغوئ د ډيرو جنجالونو سره مخامخیږي.

تاسی به خبر نه یاست. زه حتی ښوونځي ته نه یم تللې او تر دی می بد حالت هم لیدلی.

اوسني ځوانان خو ډیر هوښیار او باخبره دي.

په یو خاص عمر کې یوبل سره ښه بلدیږي او یوبل ښه پيژني، بیا واده کوي. دا سم کار دی.

ځوانانو ته می پیغام دادی چې:

تل خوشحاله اوسئ، ځکه ژوند ډیر لنډ دی!

XS
SM
MD
LG