د پکتیکا ولایت روغتیايي مسوولین وايي د ګوزڼ وروستي کمپاین پر مهال له هېڅ کومې جدي ستونزې سره نه دي مخامخ شوي. نږدې ۲۰۰ زره ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر ۵ کلنۍ ښکته دي، د دغې خطرناکې ويروسي ناروغۍ واکسين تطبيق شوی.
د پکتیکا روغتیايي مسوولین وايي، د ګوزڼ پر ضد د واکسین دغه کمپاین په دې ولایت کې ځکه بریالی و، چې دا ځل یې هغو سیمو ته هم رسیده ګي کړې، چې په نورو کمپاینونو کې پکې ماشومانو ته واکسین نه دی تطبیق شوی.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر اسدالله رسولي وایي:
"الحمدالله په پکتیکا کې د پولیو ضد کمپاین په کامیابۍ سره ترسره شو، ټولو ولسوالیو ته مو واکسین رسولي، یوازې برمل کې لا هم د واکسین کمپاین ځکه روان دی، چې هلته کمپاین ورسته پیل شو".
په پکتیکا کې د ښځو چارو رئیسه بي بي هوا خوشېوال له ولسونو غواړي، چې خپلو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ څخه کم وي، د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
"درنو میندو خپل ماشومانو مو د فلج ناروغۍ څخه د خلاصون په موخه واکسین کړئ، ترڅو ددې ناروغۍ ترڅنګ له نورو ناروغیو هم وژغورل شي".
میر ولي د پکتیکا ولایت د مټا خان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی وايي، یوازې د واکسین تطبیق کولای شي، ماشومان له تلپاتې معلولیت څخه وژغوري. هغه زیاتوي چې هر کس باید خپل ماشومان په خپل وخت سره واکسین کړي.
"پولیو ډېره بد مرغه ناروغۍ ده، زه مې همېښه خپل ماشومان واکسین کوم او لو نورو خلکو هم غواړم چې ماشومان واکسین کړي".
ارقام ښيي چې د پوليو پرضد د وروستي درې ورځني کمپاين پرمهال په پکتیکا کې نږدې ۲۰۰ زره ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر ۵ کلنۍ ښکته دي، د دغې خطرناکې ويروسي ناروغۍ واکسين تطبيق شوي.
د روان ۲۰۱۹عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د پیښو شمیر ۲۶ ته ورسید، چې ۹ پیښې په ارزګان، ۵ پیښې په هلمند، ۵ پیښې په کندهار، دوه پیښې په پکتیکا، یوه پیښه په کونړ، يوه پیښه په ننګرهار، يوه پیښه په بادغیس، يوه پیښه په بغلان او يوه پیښه هم په فراه ولایت کې ثبت شوې ده.