د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د پولیو واکسین پر وړاندې ناسم تبلیغات د ناروغۍ د خپرویدو لامل کیږي


آرشیف
آرشیف

په فراه کې ډاکټران او د پوهنتون استادان وایي چې لا تر اوسه هم یو شمیر کورنۍ د پولیو واکسین د ګټو په تړاو د ناسمو تبلیلغاتو له کبله خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو کې زړه نا زړه دي.

د ساري ناروغیو متخصص، ډاکټر صالح محمد منصف، امریکا غږ ته وویل: "... د پولیو واکسین په تړاو تبلیغات له واقعیت څخه لرې او له روغتیايي اصولو سره په ټکر کې دي."

نوموړي زیاته کړه، موږ له کورنیو څخه غواړو چې هیڅکله د دا ډول ناسمو تبلیغاتو تر اغیزې لاندې رانشي او باید خپلو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړي، ځکه پولیو قطعي درملنه نه لري او د مخنیوي یوازینۍ لاره یې واکسین ده.

همدا راز، د فراه پوهنتون استادان هم دا ډول تبلیغات له علمي پلوه بې بنسټه بولي او ټینګار کوي چې که چیري د ناوړه تبلیغاتو مخه ډب نشي، ښایي د ګڼ شمیر ماشومانو د معلولیت یا مړینې لامل شي.

خلیل احمد برهاني، د فراه پوهنتون استاد پدې هکله وویل: "... خلک باید د پولیو واکسین په تړاو د منفي تبلیلغاتو ښکار نه شي او خپل ټول ماشومان د ګوزڼ د ګواښوونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي."

بل لوري ته، د یاد ولایت هغه اوسیدونکي چې خپل ماشومان يې په ټاکلي وخت واکسین کړي له هیوادوالو غواړي چې باید تل له مسلکې کسانو څخه د اړینو معلوماتو د ترلاسه کولو له لارې د واکسین په ګټو او ارزښت ځانونه پوه کړي.

محمد عارف، د فراه اوسیدونکی په دې هکله وایي: "... له نیکه مرغه زموږ په سیمه کې ټولو کورنیو خپل ماشومان واکسین کړي دي، ځکه موږ په دې باور یو چې واکسین نه یواځې دا چې ماشومانو ته تاوان نه رسوي، بلکه هغوی د ګوزڼ له ناروغۍ څخه ژغوري."

د افغانستان د عامې روغتیا د چارواکو په وینا، په پام کې ده چې د روان کال د نومبر له اتمې تر ۱۲ پورې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.

XS
SM
MD
LG